محکمه:‌ پر سعودي د برتانوي وسلو خرڅول 'ناقانونه' دي

برتانوۍ محکمې حکم کړی چې پر سعودي عربستان د هغو وسلو خرڅول "ناقانونه" دي، چې د یمن په جګړه کې یې کارولې دي.

دا حکم وروسته تر هغه راغلی، چې برتانوي فعالان پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅولو په تړاو د برتانوي حکومت د پرېکړې خلاف په استیناف محکمه کې قضیه وګټله.

برتانوي دفاعي شرکت "بي اې اي" د پنجشنبې په ورځ وویل، د حکومت د هغې هوکړې ملاتړ ته به دوام ورکړي چې له سعودي عربستان سره یې د وسلو د خرڅلاو په اړه کړې دي.

خو برتانوي فعالان او محکمه وايي، حکومت په ناقانونه توګه برتانوي شرکتونو ته پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅولو ناقانونه اجازه ورکړې ده.

د برتانیا د نړیوالې سوداګرۍ وزیر لیام فاکس ویليو حکومت به پر سعودي د وسلو د خرڅولو نوې اجازه ورنه کړي.

د برتانیا د لومړۍ وزیرې تیریزېا مې ویاند بیا ویلي، حکومت د محکمې ددغه حکم په اړه اندېښمن شوی او د محکمې د دغه حکم پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.

پر سعودي د برتانیا خرڅو شویو پوځي وسلو کې ټایپون او ټورناډو جیټ الوتکې او په لارښوونه برابر بمونه هم شته.

دغه خرڅلاو د برتانیا د ننه زرګونه انجنیرانو ته دندې موندلې دي او د برتانیا پوځي توکو سوداګرۍ بازار کې یې برتانیا ته میلیاردونه پونډه ګټه رسولې ده.

د محکمې د دغه حکم په اړه ویل شوي،‌ چې ګني د وسلو د صادرولو د درولو په معنا نه دي، خو معنا یې دا ده چې برتانیا به د وسلو صادرولو د نوې اجازې ورکول دروي.

محکمې ویلي،‌ ‌پر سعودي د برتانیا خرڅې شوې وسلې د یمن جګړه کې د ولسي وګړو په وژلو کې کارول شوې دي.

د محکمې دا حکم برتانیا کې د یوه اوږده کمپاین په لړ کې شوی، چې پر سعودي د وسلو د خرڅولو د مخنیوي لپاره پیل شوی و.‌

برتانیا پر سعودي توغندي او پوځي کامرې خرڅوي.

سعودي عربستان هم منلې ده چې برتانوي کلسټري بمونه یې په ۲۰۱۶ کال په یمن کې کارولي دي.

له ۲۰۲۵ کال راپدېخوا کله چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف وینلړلې جګړه پیل شوې ده، برتانیا پر سعودي د ۴٫۷ میلیارد پونډو وسلو خرڅولو اجازه ورکړې ده.

د جرمني او فنلنډ په څېر نورو هېوادونو هم وړاندې پر سعودي د وسلو خرڅول درولي وو.

یمن کې د جګړې له پیلېدو راهیسې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وژل شوي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن درېیمې برخې ولسي تلفاتو لامل دی.

ملګري ملتو نه وايي، د یمن ۲۵ میلیون وګړو شاوخوا ۸۰ سلنه یې بېړنیو بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري،‌ چې شاوخووا ۱۰ میلیونه یمنیان له سختې لوږې سره مخامخ دي.

تېره میاشت حوثي یاغیان د اوربند په یوه هوکړه کې د سره سمندر له درېیو مهمو سمندرغاړو ووتل چې په دې سره ایله دغه هېواد ته حیاتي مرستې ورسېدې.