چنګېزخان ته سپکاوی یوه سړي ته په یو کال بند تمام شو

په منګولیا کې- چې د چین یوه کورواکه سیمه ده- یوې محکمې یو سړی چنګېزخان ته د سپکاوي له امله په یو کال بند محکوم کړ.

دې ۱۹ کلن سړي خپل دا سې فېلم اخیستی چې پکې د مغولو د امپراتوۍ د نومیالي مشر او بنسټګر چنګېزخان پر انځور خېږي.

دا سړی په محکمه کې قومي نفاق ته په لمن وهلو محکوم شوی دی.

هغه ویډیو چې نوموړي خپره کړې په خواله رسنیو کې ژر شریکه شوه، خو د چین د اینټرنېټ سانسور ادارې اوس لرې کړې ده.

ډېری مغول چنګېزخان ته درناوی لري چې په ۱۳ زېږیزه پېړۍ کې یې د اسیا شمال ختیځ کې د مغولو د لویې امپراتورۍ بنسټ کېښود.

چنګېزخان یو وخت پر ټولو هغو ځمکو ولکه درلوده چې له ارام سمندر تر خزر سمندرګي غځېدلې دي.

هغه سپارښت کړی و چې له مرګ وروسته یې قبر معلوم نشي.

د چنګېزخان له مرګ وروسته هغه سرتېري چې د نوموړي مړی یې لېږداوه په ستنېدلو کې ووژل شول چې په دې ډول د دغه امپراتور له قبر څوک خبر نشي.

د نوموړي د ښخېدلو پر ځای زر اسان وځغلول شول چې د قبر کومه نښانه یې پاتې نشي.

اوس چې د چنګېزخان له مرګ ۸۰۰ کلونه هم تېر دي د نوموړي قبر موندل شوی نه دی.