BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بي بي سي تعليمي پروژو لخوا د کتابونو مرستې
د بي بي سي تعليمي پروژو لخوا د کتابونو مرستې
دغه کتابونه اومجلې چې (١٦٢) زره ډالره ارزښت لري د غبرگولي پر ٢٣مه د پوهنې وزارت ته وسپارل شوې
د افغانستان لپاره د بي بي سي تعليمي څانګې، د افغانستان د پوهنې له وزارت سره څه د پاسه (١٣٠) زره ټوکه د ماشومانو مصور کتابونه او (٣٠) زره ګڼې کارتوني مجلې مرسته وکړه.

د پوهنې د وزارت مر ستيال، محمد صديق پتمن، له افغان ماشومانو سره د بي بي سي دغه مرستې ګټورې وبللې او ويې ويل چې، لا تر دې دمه په افغانستان کې نورې راډيوګانې د بي بي سي سيالۍ ته نه دي رسېدلي.

ښاغلي پتمن ته چې، د بي بي سي له خوا دغه کتابونه اومجلې سپارل کېدې، د بي بي سي د تعليمي څانګې د مشر شيراغا کريمي لخوا وړانديز وشو چې، که د پوهنې د وزارت له لورې ورته شين څراغ ورکړل شي،

د ښوونې او روزنې په برخه کې به هم د زده کوونکو او هم له ښوونکو سره لا نورې زياتې او ګټورې مرستې وکړي.

همدا راز د بي بي سي د تعليمي څانګې د مشر له خوا ښاغلي پتمن ته وويل شول چې، د بي بي سي تعليمي څانګه چمتو ده چې د پوهنې د وزات په همکارۍ د تعليمي نصاب ځينې درسي کتابونه د عملي او ښو مثالونو په ورکولو سره په راډيويي پرو ګرامونو واړوي.

همدا راز بي بي سي غواړي چې د ښوونکو لپاره هم د ښوونې او روزنې په عصري ميتودولوژۍ سمبال تعليمي راډيويي پروګرامونه جوړ کړي.

د بي بي سي تعليمي پروژه هره مياشت دافغانستان په بېلابيلو کليو او بانډو کې ٤٠٠٠ دغه ډول کتابونه په وړيا توګه ويشي

ښاغلي پتمن د بي بي سي له اړخه ددې وړانديز هر کلی وکړ او زياته يي کړه چې، د پوهنې وزارت به د بي بي سي له تعليمي څانګی نه خپله مرسته و نه سپموي او هم به هڅه وکړي چې، هغه بهرنۍ، دولتي او نا دولتي ادارې چې له ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي، له بي بي سي سره همکارۍ ته وهڅوي.
دغه مجلې اوکتابونه، د درس مرستندويه مواد (ممد درسي)، عمومي معلومات او فولکلوريکې کيسې دي، چې د ماشومانو د ذهني ودې او تفريح لپاره ترتيب اوليکل شوي دي.

د بي بي سي تعليمي څانګه هر کال لږ تر لږه اته ټوکه مصور کتابونه د ماشومانو لپاره ليکي.
بايد ووايو چې، د بي بي سي تعليمي پروژې په ٢٠٠٣م کال کې هم د پوهنې وزارت ته (٨٨) زره ټوکه دغه ډول کتابونه په وړيا ډول ورکړي وو.
د يادونې وړ ده چې د بي بي سي تعليمي پروژه هره مياشت د افغانستان په بېلابيلو کليو او بانډو کې تقريبا څلور زره ګڼي کارتوني مجلې په وړيا توګه پر زده کوونکو او کليوالو باندي وېشي.

د نوي کور،نوي ژوند مجلهافغان نشراتي اداره
د نوي کور،نوي ژوند مجله
چاپ شوي کتابونهد ماشومانو لپاره
چاپ شوي کتابونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>