BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ریچرډ بېنېټ: پر افغانستان د پاکستان بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ پر هلمند او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي "یوناما" تایید کړه چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
سعودي ټلواله: حوثیانو په مدینه کې د نبوي جومات د برېښنا پر مرکز برید کړی
د سعودي عربستان په سپېڅلي ښار مدینه منوره کې د برېښنا د وېش پر یوه مرکز د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو له برید وروسته، د سعودي په مشرۍ ټلوالې د پنجشنبې په ورځ دغه برید تایید کړی دی. دې پېښې د اسلامي نړۍ له لوري سخت غبرګونونه راوپارول. یوه لوړپوړي حوثي چارواکي دا تورونه رد کړل چې ګواکې دې غورځنګ اسلامي سپېڅلي ځایونه په نښه کړي دي.
کرېکټ: د ویسټ انډیز د ۴۰۶ منډو هدف او په لوی توپیر سره د هند بریا
د لوبډلمشر شبمن ګیل د ۲۲۳ منډو په مټ هند د ویسټ انډیز لخوا ورکړل شوی د ۴۰۶ منډو ستر هدف یوازې په ۴۳.۳ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې یې د اته وېکټو په توپیر بریا خپله کړه. ویسټ انډیز په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د اوو وېکټو په زیان ۴۰۵ منډې جوړې کړې. دا د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې د دې لوبډلې تر ټولو زیاتې ټولټال منډې وې.
څنګه له هغو پټو عادتونو ځان وژغورو چې وېره او خپګان مو زیاتوي؟
د ځوانۍ په کلونو کې، ماري په ټولنیزو حالاتو کې د وېرې او اندېښنې احساس پیل کړ. دا مسله تر دې کچې پورته شوه چې هغه له ژور خپګان (ډېپریشن) سره مخ شوه او اړه شوه چې د څه وخت لپاره له ښوونځي پاتې شي. کله چې هغې پوهنتون پیل کړ، له غونډو او ټولنیزو ناستو ولاړو به په بشپړ ډول تښتېده.
د طالبانو حکومت وايي تېرو پنځو کلونو کې نږدې درېنیم میلیارد ډالره پانګونه شوې، ننګونې څه دي؟
د طالبانو حکومت وايي، په تېرو پینځو کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د نژدې درې نیم میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده. د چارواکو په وینا، په دې سره درې لکه خلکو ته په مستقیمه او او نامستقیمه توګه د کار روزګار لاره جوړه شوې ده. چارواکي وايي، ډېره پانګونه د کانونو او انرژۍ په برخو کې شوې ده.
نتانیاهو: هغه پیلوټ نیول شوی چې بل پیلوټ یې په چاقو وهلی او هڅه یې کړې چې له دوبۍ د اسرائیل پر لور روانه الوتکه نسکوره کړي
اسرائیلي رسنیو ته چارواکو ویلي چې له دوبۍ تل ابیب ته روانه یوه الوتکه د پیلوټانو ترمنځ د شخړې له امله په ناڅاپي ډول سعودي عربستان ته واړول شوه. د فلای دوبۍ اړوند الوتکه، چې د چهارشنبې سهار وختي د متحده عربي اماراتو له دوبۍ نړیوال هوايي ډګره الوتنه کړې وه، د سفر له پیله شاوخوا دوه ساعته وروسته یې د بېړني حالت نښه فعاله کړه.
د خوند احساس (ذایقې) په اړه څومره پوهېږئ؟
له پخوا کلونو موږ ته دا ښودل شوي وو چې زموږ د خوند اخیستلو (ریسپټوران) د ژبې په ځانګړو برخو کې راټولې شوې دي، خو دا خبره د حقیقت کره او بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
د طالبانو حکومت د نورستان د نښتو په تړاو د پاکستان چارسمبالي سفیر ته احتجاج کړی هلته څه روان دي؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نورستان کې د وروستیو نښتو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې تېرې ورځې (تله ۷/سپتمبر ۲۹) په خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر "احضار او د نورستان په استقامت کې له ډیورنډ کرښې د مخربو وسلهوالو عناصرو د راوښتلو په تړاو یې قاطع اعتراضلیک ور وسپاره."
له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل: راتلونکې کې به څه کېږي؟
ټاکل شوې وه چې متحده ایالات د سپټمبر تر ۳۰مې له عراقه خپل پاتې پوځي ځواکونه وباسي. په دې سره به هغه پوځي حضور پای ته ورسېږي چې له دوو لسیزو یې د عراق پر وضعیت اغېز کړی. دا اقدام د هغه پوځي حضور د پای نښه ده چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا له یرغل سره پیل شو؛ هغه یرغل چې صدام حسین یې له واکه راوپرځاوه.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
بریتانیا افغان نجونو او ښځو ته څنګه بیا د کډوالۍ لار پرانیزي؟
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې د ملګرو ملتونو په ملتیا په بریتانیا کې د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پرانیزي چې افغان ښځې او نجونې او فلسطینیان هم پکې شامل دي. اغلې محمود پرون دوشنبه (تله ۶/سپتمبر ۲۸) د کارګر ګوند د ۲۰۲۶ کال په کنفرانس کې وویل چې په دې بهیر کې به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې "له پنډغالو له زیان سره مخ کډوال" بریتانیا ته راوستل شي او د "نوي او غوره ژوند" فرصت به ورکړل شي.
خيبرپښتونخوا کې د کم عمرۍ ودونه؛ "ماشومتوب مې له لاسه ورکړ"
د خيبرپښتونخوا د پېښور يوې کلي والي سيمې اوسېدونکې چې مستعار نوم یې صابره دی، په ۱۴ کلنۍ کې واده شوه، زده کړې يې نيمګړې پاتي شوې او د دې په وينا له واده يو کال پس ورسره د خواښي کور کې جنګ جګړي پېل شوي چي له دې امله د مور کره بېرته تګ ته مجبوره شوه.
بلخ کې د "خاتم الأنبیاء پروژې ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي" وبلل شوه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت وايي، په بلخ کې د 'خاتم الانبیاء پروژې' په نامه ۶۰۰ جریبه ځمکه "امارتي'' ملکیت دی. د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''په شمال زون کې د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو څېړلو ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه، چې دغه ټوله ځمکه د امارت ملکیت دی.'' د ځمکې هغه ټوټه، چې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت په اعلامیه کې ''امارتي'' بلل شوې، د بلخ مرکز مزار شریف ښار د دولسمې ناحیې اړوند قلعه قل محمد په سیمه کې موقعیت لري.
ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ، تهران د امریکا رسمي ځواب ته انتظار کوي
ایران وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوداګریزو بېړیو پر مخ د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو وړاندیز تر ردولو وروسته به تهران د امریکایي مرکچیانو رسمي ځواب ته انتظار وکړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































