د تیلو بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته؛ د سعودي بهرنیو چارو وزیر 'له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی'

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې شوې دي او د برېنټ خام تېلو بیه په هر بېرل کې له ۱۰۷ اوښتې ده.
د تېلو د بیو دغه زیاتوالی له هغه وروسته رامنځته شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې ایران باید د هرمز تنګی د اوو ورځو په موده کې بېرته د نړیوالو سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیزي.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول کړکېچ پکې د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو مخامخ اغېز کوي.
بل لور د سعودي عرب رسمي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د خبرو لپاره واشنګټن ته رسېدلی دی. ټاکل شوې چې نوموړی هلته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وویني.
شنونکي وايي، د واشنګټن او ریاض ترمنځ دغه تماسونه ښايي د سیمې د روانو کړکېچونو، د انرژۍ د بازارونو د ثبات او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه مهمې خبرې رانغاړي.
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړه چارواکي به د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عرب او د یمن د حوثيانو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس ته سرچینو ویلي چې د سعودي ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان روانه میاشت له امریکا غوښتي وو چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر ضد په عملیاتو کې پوځي مرسته وکړي. خو واشنګټن د مستقیمو هوايي بریدونو له ترسره کولو سره موافقه نه ده کړې.
د سرچینو په وینا، امریکا له سعودي عرب سره د احتمالي بریدونو د هدفونو د ټاکلو لپاره د استخباراتي معلوماتو او تخنیکي مرستو پر وړاندې کولو هوکړه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په یمن کې بیا د حوثي ډلې اړوندو ځینو سرچینو د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) ته ویلي، د یکشنبې په ورځ په تعز سیمه کې د یو شمېر هوايي بریدونو له امله د دې ډلې نژدې۳۰ وسله وال او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
بلخوا، د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت اعلان کړی چې ځواکونو یې په همدې سیمه کې د حوثیانو یو پوځي کمپ او یو شمېر پوځي وسایط په نښه کړي دي.
د حوثیانو اړوند ټلویزیوني شبکې المسیره تر دې مخکې راپور ورکړی و چې په یوه هوايي برید کې اووه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. دې شبکې ادعا کړې وه چې برید د سعودي عرب له لوري شوی او یو بازار یې په نښه کړی دی.
وروسته بیا المسیره د حوثیانو د روغتیا وزارت له قوله ویلي چې په ټپیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.
د حوثیانو د روغتیا وزارت مسوولینو په وینا برید د تعز ولایت د مویه څلورلارې په بازار او یو شمېر دوکانونو شوی، خو د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت ویلي چې د دوی ځواکونو په همدې څلورلارې کې د حوثیانو یو پوځي کمپ او پوځي وسایط په نښه کړي دي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع پر سعودي عرب تور پورې کړی چې د تعز په څنډو کې یې پر بازار دوه هوايي بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د مړو او ټپیانو په ګډون نږدې ۵۰ کسان اغېزمن شوي دي.
یحیی سریع زیاته کړې چې د دې بریدونو غچ به اخیستل کېږي.
بل لور، د یمني وسلهوالو ځواکونو رسمي ویاند ډګروال ماجد عبدالله النزیلي وايي، وسلهوالو ځواکونو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۷۵۶ کره او اغېزمن عملیات کړي او د حوثیانو ۲۳۱۶ وسله وال یې په نښه کړي، چې د هغه په وینا څلور ایراني وګړي هم پکې شامل وو.
دغه نښتې له تېرې میاشتې راهیسې وروسته له هغې چې د مخا بندر د حوثي ځواکونو لاس ته ولوېد، لا پسې سختې شوې دي. له هغه راهیسې په سیمه کې پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او د سمندري تګ راتګ او امنیت په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور د سعودي عرب پلازمېنه ریاض کې یو شمېر ښوونځیو د زدکوونکو والدینو ته خبر ورکړی چې د راتلونکې یوې اوونۍ لپاره به درسونه په انلاین بڼه ترسره کېږي. والدینو ته د یکشنبې په ورځ په لېږل شویو پیغامونو کې ویل شوي چې د سعودي چارواکو د لارښوونې له مخې ښوونځي په لنډمهاله توګه تړل کېږي او زدکوونکي به له خپلو کورونو زدکړې کوي.
د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د راپور له مخې، د ښوونځیو ادارو د دې تړل کېدو لپاره کوم رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی. خو دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د سعودي عرب او د یمن د حوثي ډلې ترمنځ شخړه یو ځل بیا سخته شوې ده.
د اې ایف پي په وینا، په ریاض کې ځینو والدینو د دې ناڅاپي پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې کله یوه پرېکړه د یوې بشپړې اوونۍ لپاره د زرګونو کورنیو پر ژوند اغېز کوي، باید د لاملونو په اړه هم معلومات ورکړل شي.
یوه پلار ویلي چې کورنۍ د روڼتیا او څرګندو معلوماتو حق لري، په داسې حال کې چې په ریاض کې مېشت یوه لبناني وګړي دا د وروستۍ شېبې ناڅاپي اقدام بللی دی.
تر اوسه سعودي چارواکو د ښوونځیو د تړل کېدو یا د عادي درسي بهیر د بیا پیل په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.
دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شوی چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف اعلان وکړ، هغه ډرونونه او بالستیک توغندي یې شنډ کړي چې د سعودي عرب پر لور توغول شوي وو.
حوثیان ادعا کوي چې د یمن د سویل لوېدیځې سیمې تعز په شاوخوا کې د سعودي هوايي بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د دوی په وینا، دغه سیمې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دي.


















