عبدالله عبدالله: ناټو د جنرال رازق وژلو کې لاس نه لري

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah/facebook
د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وایي، د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژنه کې ناټو لاس نه لري.
په سوېل کې دغه ځواکمن قومندان او د کندهار د امنیت مشر جنرال مومن حسېن خېل تېره پنجشنبه د کندهار د والي دفتر کې د ناټو له لوی قومندان سره تر غونډې وروسته ووژل شول.
ویل کېږي چې د والي یوه ساتونکي جنرال رازق هغه مهال وواژه چې تر غونډې وروسته سکاټ مېلر الوتکې ته پورته کېده.
د نوموړي د وژلو وروسته وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې خپرولو سره وویل، چې دغه برید کې یې هدف جنرال رازق و.
وروسته دوی خپله اعلامیه بدله کړه او ویې ویل چې هدف یې رازق او سکاټ مېلر ول.
له هغه راهیسې خواله رسنیو کې پوښتل کېږي چې جنرال رازق پر ځای ولې د ناټو لوی قومندان سکاټ مېلر نه وژل کېده.
خو ښاغلی عبدالله وايي، چې ناټو د جنرال رازق په وژلو کې لاس نه لري. هغه زیاتوي "دا ګنګوسه چې پرېکند ملاتړ دا کار کړی زما په اند د دوښمن ژرندې ته اوبه ورکول دي. "

د عکس سرچینه، CEO
اجرایه مشر د کوم نوم له اخیستو پرته وویل "هغوی چې د طالب ملاتړ کوي هغه که هر هېواد کې وي طالب ته پنا ور کوي یا طالب توجیه کوي که د افغانستان خاوره کې د طالب جنایت توجیه کوي هغه د افغانانو دوښمنان دي او د جنرال رازق دوښمنان هم دي د کورنی دوښمن يې هم و او د ټول افغانستان دوښمن هم دی. "
نوموړي د وزیرانو شورا ناسته کې جنرال رازق پیاوړی قومندان وباله او ویې ویل چې رازق سره هر افغان توکم خواخوږي ښودلې ده.
د جنرال رازق پر ځای یې د ورور ګومارل
نن دوشنبه (د تلې ۳۰مه) د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه د چارو مسولیت له ګومارلو وروسته پر غاړه واخیستې.

د عکس سرچینه، FB, Najib Alkozai
د جنرال رازق د وژل کېدو په ماښام د کندهار یو شمېر مشرانو غوښتنه درلوده چې ورور یې تادین خان یې ځای ناستی وګومارل شي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې لیکلي د دوی په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ له منظورۍ وروسته د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ چارسمبالی ټاکلی.
جنرال رازق تېره پنجشنبه د اکټوبر پر ۱۸ د کندهار د والي دفتر کې له والي زلمي ویسا، د امنیت رییس جنرال مومن حسېن خېل په ګډون د ناټو د لوی قومندان سکاټ مېلر سره ناسته درلوده چې ویل کېږي تر ناستې وروسته چې سکاټ مېلر الوتکې ته خېژي پر جنرال رازق ډزې کېږي او وژل کېږي.
د جنرال رازق تر وژلو وروسته چې د افغانستان د ملي امنیت د لوی رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ پلاوی کندهار ته لاړ ځینې مخورو ترې وغوښتل چې د عبدالرازق ورور تادین خان د هغه ځایناستی وګوماري.

د عکس سرچینه، FB, Rohullah Alizai
تادین خان په ولسي یا ملکي برخه کې تجربه لري.
تادین خان د ځینو ځايي چارواکو په بدرګه د امنیې قومندانۍ کې خپله دنده پیل کړه.
خواله رسنیو کې د جنرال رازق سره پراخه خواخوږي ښودل شوې او هغه یې د افغانستان اتل بللی دی.
د یکشنبې په ورځ کندهار کې ځینې ښځې هم واټونو ته وتلې وې او له افغان حکومت یې غوښتل چې د جنرال رازق وژونکي په سزا ورسوي.








