BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:25 گرينويچ 2008 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په اندونيزيا کې ټېل ماټېل ٢١ کسان ووژل
اندونيزيا
ياده دې وي چې د اندونيزيان ډېرى بې وزله او زياتره اوسېدونکي مسلمانان دي، چې ډېرځله د روژې مبارکې په مياشت کې د شتمو کسانو د زکات پيسو ته سترگې په لاره وي او بيا د کال څو مياشتې په همدغو پيسو پايي .
اندونيزيايي چارواکي وايي په لوېديځ باسوان ښارگوټي کې د يوې شتمنې کورنۍ له خوا بې وزلو ته د مالي مرستې پرمهال په گڼه گوڼه کې ٢١ کسان وژل شوي .

چارواکو ويلي چې د يوې شتمنۍ کورنۍ مالي مرستې ترلاسه کولو لپاره په ياد شوي ښارگوټي کې شاوخوا لس زره بې وزله کسان راغونډ شوي ول، او هر چا هڅه کوله چې خپله مرسته تر نورو ژر واخلي .

همدا وو چې د زرگونه خلکو په ټېل ماټېل کې ٢١ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ .

د اندونيزيا رسمي خبري اژانس انتارا ويلي چې دغه بې وزله کسان د شتمنو کسانو د روژې د خيرات په انتظار وو، چې دغه پېښه وشوه .
شتمنو کسانو پر بې وزله خلکو د شاوخوا څلورو ډالرو په ارزښت پېښې وېشلې .

د اکسيجن کموالى

ياد شوي خبري اژانس ويلي ځينې ټېل وهونکي کسان د اکسيجن د کمښت له امله پرځمکه راپرېوتل، او د نورو خلکو تر پښو لاندې او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ .

ټپيان سيمه ييزو روغتونونو ته د درملنې لپاره عاجل وړل شوي دي .

سيمه ييزو تلوېزيونونو د ځينو ښځو انځورونه خپاره کړي، چې د خلکو په گڼه گوڼه کې راگير شوې او د مرستې غوښتلو چيغې وهي، خو د پېښې په ځاى کې د دوى مخه يوه دېوال نيولې ده .

ياده دې وي چې د اندونيزيان ډېرى بې وزله او زياتره اوسېدونکي مسلمانان دي، چې ډېرځله د روژې مبارکې په مياشت کې د شتمو کسانو د زکات پيسو ته سترگې په لاره وي او بيا د کال څو مياشتې په همدغو پيسو پايي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت