BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:19 گرينويچ 2008 ,26 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نيکولا سارکوزى: د المپيک لوبو ته نه ځم
د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزى
نيکولا سارکوزي د چين په حکومت غږ کړى چې له تبت سره دې خبرې اترې وکړي
د فرانسي ولسمشر نيکولا سارکوزي اعلان کړى چې په تبت کې د روان تاوتريخوالي له امله به په پکين کې د المپيک لوبو پرانيستلو ته ورنشي .

د سارکوزي پلويان وايي فرانسه لا اوس هم له المپيک لوبو سره په ټوليز ډول د پرېکون مبارزه کوي، خو ښايي چې د روان ٢٠٠٨ کال د اگست په ٨ به د المپيک راتلونکو لوبو له پرانېستنې سره پرېکون اعلان کړي .

په تبت کې له يوې اوونۍ راهيسې تاوتريخوالي د المپيک د لوبو په اړه په بېلابېلو هېوادونو کې اندېښنه رامنځته کړې ده .

خو په دې وروستيو کې د المپيک د ډلې مشر جاک روخې ويلي وو چې تر اوسه هېڅ کوم هېواد د المپيک له لوبو سره غوڅ پرېکون نه دى اعلان کړى .

د تېرې سې شنبې په ورځ سپېنې ماڼۍ ويلي وو چې ولسمشر جورج بوش لا اوس هم د المپيک د لوبو پرانيستنه په نيت کې لري .

خو بل خوا برتانيا وايي چې ددې هېواد ولسمشر گورډن براون د لوبو په مراسمو کې د گډون په اړه تراوسه خپل پخوانى دريځ لري .

بل پلو فرانسې او لوېديځو هېوادونو په پکين غږ کړى چې په هند کې د تبت له تبعيد شوي مشر دلاى لاما سره دې خبرې اترې وکړي .

خو پکين بيا دلاى لاما په دې تورنوي چې گواکې په سيمه کې دى خپل پلويان تاوتريخوالي ته رابولي .

په تبت کې د تېرې يوې اوونۍ راهيسي په تاوتريخوالي کې شاوخوا ١٩ کسان ووژل شول .

خو د تبت حکومت بيا د وژل شويو کسانو شمېره لږ ترلږه ١٤٠ تنه بولي .

د دلاى لاما پلويانو هڅه وکړه چې د تېرې دوشنبې په ورځ د يونان پلازمېنه آتن کې د اولمپيک د ډېوې بلول له خنډ سره مخامخ کړي .

د يونان پوليسو په منځ کې د دلاى پلويانو مخکې له دې چې پوليس يې تيت پرک کړي، وکړاى شو چې خپل بيرغ اوچت کړي .

خو ددې پېښو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزيرې په يونان کې اوسنى حالت وېروونکى او د اندېښنې وړ بللى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت