کیري قاهره کې د 'داعش' ضد ایتلاف ملاتړي لټوي

جان کیري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جان کیري عربي سیمې ته د 'اسلامي دولت' پروړانډې د پراخ ایتلاف د ملاتړ جلبولو په خاطر تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ''اسلامي دولت'' پرضد د پراخ نړیوال ایتلاف د ملاتړ جلبولو په موخه د منځني ختيځ وروستي تمځي قاهره کې د عربي ټولنې له مشر نبیل العربي سره وکتل.

د عربي ټولنې یوې سرچینې ویلي، په دې کتنه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د ځپلو په موخه د امریکايي، عربي، او ترکي موافقې د ټینګښت پر سر خبرې وشوې.

امریکا یوځل بیا ویلي، چې د 'اسلامي دولت' سخت دریځې ډلې پرضد په نړیوال ایتلاف کې ایران ځای نه لري.

ایران هم ویلي، چې په دې کې همکاري کول 'د منلو وړ' نه ده.

وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې ګني فرانسې په پاریس کې د 'داعش' پروړاندې د ګام اخیستو په تړاو د همغږۍ غونډې ته ایران هم وربللی دی.

په پام کې ده، چې دغه غونډه پر راتلونکې دوشنبې جوړه شي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه فرانسوي چارواکي له قوله ویلي، په غونډه کې د ایران د ګډون کولو لپاره یوازې د فرانسې د ایتلافي ملګرو موافقه اړینه ده.

پر همدې مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ترکیې ته پخپل سفر کې ویلي د پاریس په غونډه کې د 'ایران د ګډون' کولو په اړه له ده نه رسمي غوښتنه نه ده شوې.

هغه د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې انقره کې وویل: ''اوسني وضعیت ته په پام سره، چې ایران په سوریه او نورو سیمو کې مداخله کوي، د پاریس غونډه کې د ایران حضور مناسب نه دی.''

په تهران کې هم د ایران د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز مسعود جزایري ویلي، د داعش په اړه له امریکا سره همکاري اصلاً ''د منلو وړ خبره نه ده.''

فارس خبري اژانس د ایران د یوه جګپوړي پوځي چارواکي له قوله لیکلي، چې امریکا پخپله د ''اسلامي دولت'' ډله رامنځ ته کړې ده، خو ایران ددغې ډلې په مقابل کې درېدلی دی، چې له همدې کبله همکاري نه شي ورسره کولی.

جان کیري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بهرنیو امریکايي وزیر جان کیري سیمې ته په خپل سفر کې ویلي، چې لسو عربي هېوادونو یې د دغه ایتلاف جوړولو ملاتړ کړی.
'اسلامي دولت' په سیمه کې تر ټولو ډېره سخت دریځه ډله ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، 'اسلامي دولت' په سیمه کې تر ټولو ډېره سخت دریځه ډله ده.

د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوي، چې د یوه نړیوال ایتلاف په رامنځ ته کولو سره ''اسلامي دولت'' (مخکنۍ داعش) ډله له منځه یوسي.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما وړاندې د ناټو په سرمشریزه کې ویلي وو، چې د ''داعش'' پروړاندې د یوه نړیوال ایتلاف جوړولو په تکل کې دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سیمې ته په خپل سفر کې ویلي، چې لسو عربي هېوادونو د دغه ایتلاف جوړولو ملاتړ کړی دی.

هغه د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې انقره کې وویل، ډاډمن دی چې امریکا کولی شي د اروپايي او عربي هېوادونو په ملاتړ یو لوی نړیوال ایتلاف جوړ کړي، چې ''داعش'' ډله وځپي.

وړاندې د ''داعش'' پروړاندې د واشنګټن او تهران ترمنځ د همکارۍ رپوټونه ورکړل شوي وو، خو دواړو دا خبرونه بابیزه وبلل.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړي، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې ګواښ ددې لامل شوی، چې د ایران ګواښ هېر کړای شي.

ځینو عربي هېوادونو هم په عراق کې د ایران د مداخلې او ډېر نفوذ په اړه اندېښنه ښوولې، چې وايي ایران له عراقي چارواکو سره همدا اوس تر نورو ډېر نژدې اړیکي او همکاري لري.

د 'سلامي دولت' جنګیالیو دا مهال د عراق شمالي او لوېديځې پراخې سیمې نیولې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د 'سلامي دولت' جنګیالیو دا مهال د عراق شمالي او لوېديځې پراخې سیمې نیولې
د ''اسلامي دولت'' پروړاندې کردي 'پیشمرګه' ځواکونه هم له عراقي پوځي سره یوځای شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ''اسلامي دولت'' پروړاندې کردي 'پیشمرګه' ځواکونه هم له عراقي پوځي سره یوځای شوي
په کردي ''پیشمرګه'' ځواکونو کې تر ډېره ښځینه جنګیالۍ هم راوتلې دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په کردي ''پیشمرګه'' ځواکونو کې تر ډېره ښځینه جنګیالۍ هم راوتلې دي

خو د امریکا ولسمشر څو ورځې مخکې ویلي وو چې ''داعش'' د ایران لپاره نه، بلکې د عربي هېوادونو لپاره یو لوی ګواښ دی.

د سوریې موضوع

وړاندې ایران، چې د عراق ګاونډی دی او امریکا دواړو د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو پر وړاندې د بغداد د واکمنو ملاتړ اعلان کړی و.

په داسې حال کې چې د سوریې له کړکېچ څه باندې درې کلونه تېرېږي، ایران لاهم د بشارالاسد له نظام ملاتړ کوي.

امریکا، لوېدیځ او عربي هېوادونو په دې موده کې د سوري حکومت د مخالفانو ملاتړ کړی دی.

''اسلامي دولت'' ډله هم د اسد د نظام د مخالفینو له ډلې څخه ده، چې په عراق کې تر بریدونو مخکې یې سوریه کې ځینې سیمې له حکومت ونیولې.

د سوریې په قلمرو کې د ''داعش'' پر وړاندې د مبارزې پراخول د امریکا او عربي هېوادونو ترمنځ د بحث وړ یوه موضوع ده.

ولسمشر اوباما وړاندې ویلي وو، چې ''اسلامي دولت'' ډله به په سوریه کې هم پرې نه ږدي.

۳۱ زره جنګیالي

مخکې د امریکا استخباراتي سازمان (سي آی اې) د ''اسلامي دولت'' ډلې د جنګالیو شمېر شاوخوا ۳۱ زرهښودلی و.

دا شمېر د مخکنیو شمېرو پرتله درې برابره ډېر ښودل شوی.