جان کیري د 'اسلامي دولت' ضد ملاتړ لپاره عراق ته رسېدلی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د منځني ختيځ په سفر خپل لومړي تمځي عراق ته رسېدلی دی.
تمه ده، چې ښاغلی کیري به د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د امریکا د ملاتړ ډېرولو هڅې وکړي.
اټکل دی، چې ښاغلی کیري به د عراق له نوي لومړي وزیر حیدر العبادي سره وګوري.
کیري په عراق کې د ملي حکومت تر جوړېدا ایله څو ساعته وروسته عراق ته رسېدلی دی.
امریکا د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو پروړاندې د یوه ایتلاف د جوړولو په هڅه کې ده.
''اسلامي دولت'' د عراق له درو برخو یوه نیولې ده، خو په سوریه کې یې هم ځینې مهمې سیمې تر ولکې لاندې دي.
ولسمشر اوباما ویلي، د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د پراخ پوځي ګام اخیستو واک لري.
نوموړي دا څرګندونې د امریکا د کانګرس له مشرانو سره په لیدنه کې کړې دي.

د عکس سرچینه،
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر اوباما "د کانګرس مشرانو ته وویل، داسې لازم واک لري، چې په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پروړاندې بریدونه پراخه کړي، د هغه اشاره دې ته وه چې د دغې پرېکړې په اړه د کانګرس موافقه ضرور نه ده."
''اسلامي دولت'' د عراق او سوریې د ځینو برخو تر نیولو وروسته د ''خلافت'' جوړولو اعلان وکړ.
په وروستیو کې ''اسلامي دولت'' د امریکايي بریدونو په غبرګون کې له دوو امریکايي خبریالانو سرونه غوڅ کړل.
ښاغلی کیري د منځني ختيځ د سفر په اوږدو کې سعودي عربستان او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر کوي.
په پام کې ده چې ښاغلی کیري به له دغو هېوادونو د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د پوځي، سیاسي او مالي ملاتړ غوښتنه وکړي.
پر همدې مهال، په لندن کې د سعودي عربستان سفیر شهزاده محمد بن نواف دا ادعا رد کړه، چې ګني حکومت یې د "اسلامي دولت" ډلې ملاتړ کوي او یا مالي مرسته ورسره کوي.
نوموړي په یوه ویناپاڼه کې ویلي: "دا د نړیوالې ښکېلتیا کمی دی، چې ترهګریزو خوځښتونو ډېرېدو ته یې لاره هواره کړه، چې اوس په سوریه او عراق کې د پیاوړتیا په حالت کې دي."
"موږ مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ترهګریزو سازمانونو او ډلو د مالي ملاتړ موندلو او د سرچینو وچولو په برخه کې پیاوړی ګام واخلي."








