پنجابي طالبانو له تاوتريخوالي د لاس اخيستو اعلان کړی

د عکس سرچینه، AP
د پنجاب طالبانو مشر عصمت الله معاويه په پاکستان کې د هر ډول پوځي فعاليتونو پای ته رسولو اعلان کړی دی.
د شنبې پر ورځ د عصمت الله له لوري پر رسنیو يوه خپاري شوي ويډيويي پيغام کې ویل شوي چې دغه پرېکړه يې له "عالمانو او مشرانو" سره له مشورې وروسته کړې ده.
ده ویلي د پاکستان لروبر یې پوځي فعاليتونه پرې ايښي خو د "اسلامي وقار، د نظام ساتلو او دوام لپاره به پر شرعي لارو" د بلنې هلې ځلې روانې ساتي.
خو ده دا هم ويلي ګنې د هغه چا پر وړاندې به خپل "جهادي چلن" ساتي، چې د "اسلام دښمنان" يې بللي دي.
د پنجابي طالبانو مشر د نژدې درې دقيقو دې ويډيوي پيغام کې ویلي دغه ګام د "اسلام او ولس پراخو دیني" ګټو لپاره پورته کوي.
ده د پاکستان له حکومته او له ډېورېنډ کرښې سره نژدې سيمو کې د طالبانو له ډلو غوښتنه کړې چې دواړه خواوې دې د "اسلامی امت ګټو" لپاره د خبرو پر مېز سره کېني، "د وخت پر حساسيت دې پوه شي او د سيمې توطیې دې ناکامې کړي".
ده افغانستان ته د قبايلي سيمو له تلونکو خلکو هم غوښتنه کړې چې بېرته دې خپلو سيمو ته ستانه شي، او ګنې حکومت دې هم "د اغېزمنو خلکو ستنېدو لپاره اسانتياوې برابرې کړي".
باور دی د پنجاب طالبانو ډله ځان د پاکستاني طالبانو د غورځنګ برخه بولي، خو دا ډله د پنجابي طالبانو په غورځنګ هم مشهوره ده.
په پېښور کې د بي بي سي اردو خبریال رفعت الله اورکزی وايي په تېر کې د دې ډلې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ترمنځ توپيرونه راپورته شوي وو، چې ورپسې يې له دې غورځنګه د عصمت الله معاويه د ايستلو راپورونه هم ورکړل شوی وو، خو وروسته بيا د دغو توپيرونو د پای ته رسېدو خبره کېده.
د عصمت الله معاويه دې پيغام په اړه د پاکستاني طالبانو له لوري کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.








