وزیرستان: طالبانو خپلمنځي نښتو کې ۱۰ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د طالبانو دوو مهمو ډلو تر منځ نښتو یو ځل بیا زور اخیستی.
د دغسې نښتو له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ سخت دریځي وژل شوي دي. ځايي سرچینې او حکومتي چارواکي وايي، نښتو هغه مهال زور واخیست، چې په شوال سیمه کې د خان سید سجنا او شهریار ډلو کسانو د یوه بل پر مرکزونو د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل.
د سرچینو په وینا د دواړو ډلو تر منځ د سې شنبې په ګهیځ برید پیل شو او تر ماخوستن ناوخته پورې یې دوام وکړ.
نښتو کې د دواړو ډلو تر منځ ۱۰ کسان وژل شوي، خو د ځینو سرچینو په خبره نښتو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د ځینو سرچینو په وینا دواړه لوري له دریو ورځو راهیسې یوه بل ته په مورچلو کې ناست دي او پر یوه بل ډزې کوي.
بل لور ته داسې هم ویل کېږي، چې د چهارشنبې په سهار هم دواړو لوریو پر یوه بل ډزې کړي، خو په دغو ډزو کې د سر اوښتي زیان په باب کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.
دم ګړۍ د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد د دغووبریدونو په باب څه نه دي ویلي.
تېره میاشت خان سید سجنا او شهریار مسيد ډلو تر منځ نښتو کې نږدې ۵۰ کسان وژل شوي وو.
خو کله چې د نښتو لمن تر ټانک او د وزیرستان نورو سیمو ته وغځېده، نو د حقاني شبکې او طالبانو د نورو ډلو په منځکړیتوب یو میاشتنی اوربند رامنځ ته شو.
خو په ظاهره دغه اوربند هم ډېر ګټور نه معلومېده، ځکه له اوربند سره سره د یوه بل پر کسانو بمي او غلچکي بریدونو دوام لري.
دغو بریدونو کې د عصمت الله شاهین، امیرحمزه او کشیدخان په ګډون د طالبانو یو شمېر مهم مشران وژل شوي دي.
ویل کېږي، چې خان سید سجنا ډله د ولي رحمن ډلې او او شهریار مسيد ډله د حیکم الله مسيد ډلې اړوند دي.
د دواړو ډلو تر منځ د جنوبي وزیرستان د امارت او ځینو نورو مسایلو پر سر له پخوا نه اختلاف موجود دی، چې د حکیم الله مسيد او ولي رحمن په ژوند کې دغه اختلافونه ډېر ژور نه وو.
خو په ډرون بریدونو کې د دغو دواړو مشرانو له وژل کېدو وروسته دغه اختلافونه خورا برالا شول.
ویل کېږي، چې د دواړو ډلو کسان د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم پر یوه بل بریدونه کوي.








