د بریتانیا په وېلز کې د ناټو سرمشریزه

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, یما بارز
- دنده, لندن
د ناټو (شمالي اتلانټيک تړون) سرمشريزې په هرو دوو درې کلونو کې يو ځل را بلل کېږي، او د بحث وړ مسايل هم په کې ډېر وي.
د ناټو په سرمشريزو کې د ملگرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړېوال بانک په څېر د مهمو نړېوالو بنسټونو او ټولنو د سر چارواکو په گډون، د نړۍ د هېوادونو شاو خوا ٦٠ مشران گډون کوي.
دا خورا مهمه نړېواله غونډه بلل کېږي.
خو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د افغانستان او ناټو د اړيکو څرنګوالى چې د سرمشريزې د سر موضوع ده، افغانانو لپاره د ناټو د سږنۍ سرمشريزې ارزښت لا پسې ډېر کړى دى.
وېلز
د ناټو د ٢٠١٤ م کال سرمشريزه په وېلز کې جوړېږي، او دا د بریتانيا په دغه سيمه کې د نړېوالو مشرانو تر اوسه تر ټولو ستره غونډه بلل کېږي.
د ناټو سرمشريزه په بریتانيا کې وروستى ځل په ١٩٩٠م کال کې د مارگرېټ تاچر د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه.
موضوعگانې
١- افغانستان: د ناټو د ٢٠١٤م کال سرمشريزه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د دغې ټولنې تر ټولو اوږد جگړييز ماموريت په ختمېدو دى.

د وېلز په سرمشريزه کې د ناټو چارواکي په افغانستان کې د خپل ماموريت پر څرنګوالي او راتلونکې خبرې کوي، او دا چې له افغان حکومت سره د ناټو ځواکونو حقوقي وضعيت تړون لاسليک شي.
خو دا له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون (بي اېس اې) پر لاسليک کېدو تړلې ده.
تمه ده چې افغان حکومت له ناټو وغواړي چې د افغان امنيتي ځواکونو د سمبالښت کلنۍ بوديجه چې د شيکاگو سرمشريزه کې ٤.١ ميليارد ډالر ټاکل شوې وه ۵،۵ ميليارد ډالرو ته لوړه کړي.
د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايي:
"دغه بوديجه چې په ٢٠١٢م کال کې د شيکاگو په غونډه کې منل شوې وه، هغه مهال د افغان امنيتي ځواکونو شمېر دوه لکه او شل زره و، او اوس دا شمېره درې لکه او پنځوس زره ته لوړه شوې ده."
خو د ناټو پخوانى سلاکار امين الله حبيبي په دې باور دى چې ښايي د دې غوښتنې زمينه برابره نه شي، ځکه نورې ستونزې په مخ کې پرتې دي.

د عکس سرچینه، Getty
"ښايي د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي له ناټو چارواکو دغه راز يوه غوښتنه و نه کړي. د هغه پام به تر ډېره پر دې ورټول وي چې ناټو په دې قانع کړي چې د دوه اړخيز امنيتي تړون په لاسليک کې له ځنډ رامنځته کېدو سره سره، له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي."
٢- روسيه او اکرايين: ناټو له تېرو ٦٥ کلونو راهيسې د اروپا او اتلانټيک سيمې په ثبات کې مهمه ونډه لرلې ده.
خو په دې وروستيو کې د روسيې له لوري له اوکراين نه د کريميا ټاپو بېلول او پر ځان پورې يې تړل، د دغې لويې وچې ثبات لپاره د ناټو له لوري له ټاکلو شويو ټولو مقرراتو داسې يوه سرغړونه ده، چې له دويمې نړېوالې جگړې وروسته په لومړي ځل تر سره شوې.
نو له روسيې سره د اړيکو پر نوي تعريف غور کېږي.

د عکس سرچینه، AP
په دې برخه کې بحث به په دې هم ورټول وي چې آيا ناټو به دې ته اړتيا ولري چې خپل مرکزي دفترونه د پخواني ختيځ بلاک هېوادونو ته ولېږدوي؟
او ښايي په دې باندې هوکړه وشي چې د خپلو غړو هېوادونو د ډاډه کولو لپاره ناټو پر داسې ميکانيزم کار وکړي چې ځواکونه يې د اړتيا په وخت کې د چټک ځواب ورکولو وړتيا ومومي.
نوي گواښونه: سر مشريزه به همداراز د نويو گواښونو لکه د ترهگرۍ او انټرنېټي بريدونو په وړاندې د ناټو د چمتو کولو په اړه هم خبرې وکړي.
د اسلامي توندلارۍ گواښ: هم د غونډې يوه موضوع کېداى شي. ناټو د عراقي ځواکونو د وړتيا لوړولو په برخه کې ونډه اخيستې، او ترکيې ته يې هم د دفاعي پتريوت توغنديو په برابرولو کې مرسته کړې ده.
د ناټو پراخوالى:
نويو هېوادونو ته د غړيتوب ورکولو موضوع به هم را پورته شي، خو شته ستونزو او مسايلو ته په پام سره ښايي پر دغې موضوع ډېر بحث ونشي.








