اوربند له ماتېدا وروسته ٢٠٠ فلسطینیان وژل شوي

تر ټولو درنه بمباري په رفح سيمه کې شوې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تر ټولو درنه بمباري په رفح سيمه کې شوې

په غزه تراډه کې روغتيايي چارواکي وايي تېره ورځ د لنډ مهالي اوربند له ماتېدو وروسته، د اسراييلو په بريدونو کې ٢٠٠ فلسطينيان وژل شوي دي.

تر ټولو درنه بمباري په رفح سيمه کې شوې، چې باور کېږي يو اسراييلي سرتيرى په کې د حماس د وسلوالو له لوري نيول شوى دى.

اسراييلي چارواکي وايي د وسلو جوړولو د يوې فابريکې، او د وسلوالو د قومندې د يوۀ مرکز په گډون سلگونه موخې په نښه شوي دي.

فلسطيني اورپکو هم پر اسراييلو خپلو توغنديزو بريدونو ته دوام ورکړى دى.

په مصر کې د پلان شويو خبرو اترو سره سره تاوتريخوالي دوام موندلى.

ټاکل شوې وروسته يو فلسطينى پلاوى د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېږي، خو دا لا نه دهڅرگنده چې اسراييل به هم خپل پلاوى خبرو اترو لپاره واستوي او که څنگه.

د تېرې جمعې په ورځ د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند مات شو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې او رفح د اسراييلو بریدونو ٢٠٠ فلسطینیان وژلي.

دوه اسرائيلي پوځيان وژل شوي او درېیم هغه یې ورک شوی دی.

پر غزې د اسرائیلو برید پنځه ویشتمې ورځې ته وغځېد.

د حماس او اسرائیلو ترمنځ ۷۲ اوربند ایله څو ساعته دوام وکړ، خو د دواړو غاړو له لوري بریدونو اوربند له منځه یووړ.

حماس ویلي، هغه اسرائیلی پوځي، چې اسرائیلو یې د تري تم کېدو اعلان کړی، دوی نه دی نیولی، خو په وینا یې غالباً وژل شوی به وي.

دغه اسرائیلی پوځي د حماس جنګیالیو د یوه تونل ویجاړولو پرمهال نیول شوی دی.

وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فلسطین او حماس ترمنځ روان کړکېچ "زړه بوږنوونکی" بللی و چې په وینا یې د یوه بل اوربند هڅه به وکړي:

"د دواړو غاړو ترمنځ د جګړې په اور کې ولسي وګړي سوځي"، خو په وینا یې حماس باید وښيي چې د روان کړکېچ پای ته رسولو لپاره ژمن دی.

د شنبې ورځې تر ګهیځ ناوخته پورې پر غزې اسرائیلي بمبارۍ روانې وې، چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اوربند تر ماتېدا وروسته، په تازه بریدونو کې نژدې ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي.

په غزه کې له حماس سره د ۷۲ ساعته اوربند له ماتېدو وروسته، اسرائیلي ځواکونه د خپل یوه پوځي په لټه کې دي چې ګومان کېږي نیول شوی دی.

نن غزه کې پر ځايي وخت شاوخوا ۹:۳۰ د اسرائیلو دوه سرتیري ووژل شول.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو په بمبارۍ کې لسګونه خلک وژل شوي دي.

په ۲۰۰۶ کال کې هم فلسطیني اورپکو د ګیلاد شلیت په نوم یو اسرائیلي سرتیری نیولی او تر پنځو کلونو پورې یې بندي ساتلی و.

نوموړی سرتیری بیا د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د ۱۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شوی و.په غزه کې له تېرو درېو اونیو راهیسې په روانه جګړه کې تر اوسه ۱۴۶۰ فلسطینیان او ۶۳ اسرئیلیان وژل شوي دي.

اسرائیلو له حماس سره د ۷۲ اوربند په ماتولو سره پر غزې تراډې بیا بمباري پيل کړې ده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اسرائیلو له حماس سره د ۷۲ اوربند په ماتولو سره پر غزې تراډې بیا بمباري پيل کړې ده
اسرائیلي ځواکونو ویلي دغه ۲۳ کلن پوځي چې هدار ګولدین نومېږي هغه وخت لا درکه شو چې اسرائیلي ځواکونو هڅه کوله غزه کې د اورپکو یو تونل ویجاړ کړي.
د عکس تشریح، اسرائیلي ځواکونو ویلي دغه ۲۳ کلن پوځي چې هدار ګولدین نومېږي هغه وخت لا درکه شو چې اسرائیلي ځواکونو هڅه کوله غزه کې د اورپکو یو تونل ویجاړ کړي.

د وژل شویو فلسطینیانو ډیری ولسي وګړي دي او د اسرئیلو ډیری وژل شوي بیا پوځیان دي.

پر دغه ۷۲ ساعته اوربند د امریکا او ملګرو ملتونو له منځګړتوب وروسته هوکړه شوې وه چې ولسي وګړي د یو څه وخت لپاره له تاوتریخوالي وژغورل شي.

سپینې ماڼۍ حماس د اوربند پر ماتېدو پړ ګڼلی او پر اسرائیلي پوځیانو یې د دغې اورپکې ډلې برید وحشي بللی.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار ټوني بلینکین ویلي: "دا یو ناوړه عمل دی او موږ تمه لرو چې زموږ تر څنګ به نوره نړې هم دغه کړنه وغندي".

بل خوا بیا د جمعې پر ورځ د فلسطینیانو او اسرائیلو استازي قاهرې ته د یوه اوږد مهال اوربند د رامنځ ته کېدو په هیله رسېدلي وو. خو مصري چارواکو ویلي چې دغه خبرې اوس ځنډول شوې دي.

په غزه کې زرګونه فلسطینیان له خپلو کورونو وتلو ته اړایستل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په غزه کې زرګونه فلسطینیان له خپلو کورونو وتلو ته اړایستل شوي
فلسطینیانو په غزه کې یوه ناچاودې مرمۍ موندلې- د تېرې جمعې په ورځ نژدې ۱۰۰ فلسطینیان ووژل شول

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، فلسطینیانو په غزه کې یوه ناچاودې مرمۍ موندلې- د تېرې جمعې په ورځ نژدې ۱۰۰ فلسطینیان ووژل شول