بان کي مون د سولې خبرو لپاره جنوبي سودان ته تللی

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون جنوبي سودان ته د سولې د خبرو هڅولو لپاره تللی دی.
نوموړي د حکومت له مشر سلوا کېیر او د یاغي مشر ریاک مشار ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د زمینې برابرولو لپاره سوېلي سودان ته رسېدلی دی.
سوېلي سودان کې د دغو دواړو ښکر په ښکر ډلو ترمنځ په نښتو کې تر یو میلیون ډېر کسان وژل شوي.
اټکل دی، چې ښاغلی بان له سلوا کېیر سره مخامخ خبرې وکړي.
خو د بي بي سي خبریال الیسټر لیتید وايي، چې داسې نه ښکاري چې ګني مشار دې د مخامخ خبرو موافقې ته غاړه کېږدي.
پر همدې مهال رویټرز خبري اژانس د ځینو امریکايي سرچینو په حواله ویلي، چې د اټکل له مخې شاید ملګري ملتونه د دواړو ښکېلو غاړو پر ځینو کسانو بندیزونه ولګوي.
په دې بندیزونو کې امریکا ته پر سفر بندیز او د شتمنیو کنګل کول هم شامل دي.
شاتګ
د جنوبي سودان پوځ تر اوسه پر دې نه دی توانېدلی، چې په تېلو بډایه شمالي بنتیو ښار بېرته ونیسي.
تېره میاشت د ولسمشر د مرستیال ریاک مشار یاغیانو دغه ښار ونیو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په تېره جمعه د سلوا کېزر له خوا په ادیسه بابا کې له مشار سره د خبرو موافقه ترلاسه کړه.
خو مشار په تېره شنبې د سودان ټریبیون له وېبپاڼې سره په مرکه کې له سلوا کېیر سره د مخامخ خبرو کمه شونتیا ښوولې وه.

مشار ویلي وو، له جان کیري یې وپوښتل چې "ایا د لنډمهالي حکومت جوړېدو هدف څه دی، مخامخ خبرې شاید (برعکس پایلې) ولري".
دواړې غاړې د تېرې جنورۍ هغه لوی اوربند ته پابند نه ښکاري، چې د امریکايي وزیر تر پرله پسې ګواښونو وروسته رامنځ ته شو.
د کېیر او مشار ترمنځ شخړه تر ډېره د واک پر سر ده، چې دواړو د جګړې له لارې سرونه تمبه کړي، خو د کورنۍ جګړې په اور کې عام ولس لولپه شو.
دوی له خرطوم څخه تر ازادۍ مخکې د جګړې لپاره شخوند واهه، خو اصلي ستونزه یې د خپل قوم د واکمنېدو پر سر راپورته شوې وه.
کېیر د "ډینکا" قوم دی، چې د سودان په سوېل کې لوی جمعیت جوړوي، خو مشار بیا یوه بل لوی ټبر "نویر" ته منسوب دی.








