راولپنډۍ کې پر تکيه خانې ځانمرګی برید شوی

د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې د شيعه ګانو له يوې تکيه خانې سره نژدې ځانمرګي بريد څلور کسه وژلي او لږترلږه ۱۰ نور يې ټپيان کړي دي.
پوليس وايي دغه بريد د سې شنبې په شپه له هوايي ډګر سره نژدې د ګريسي لاين په سيمه کې د (اثنا عشره) تکيه خانې ته څېرمه شوی دی.
د راولپنډۍ يوه امنيتي چارواکي ويلي، ځانمرګی مخکې له دې چې تکيه خانې ته ننوځي، د تلاشۍ په يوه پوسته کې ځان الوځولی دی.
ده ويلي ځانمرګي بريد کې دغې پوستې د مشر او يوه پولیس په ګډون څلور کسه وژل شوي دي.
د پوستې مشر په لومړي سر کې ټپي شوی و، خو وروسته يې د خپلو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
روغتيايي چارواکي وايي چې د ځينو ټپي شويو کسانو وضعيت نازک دی.
د ځانمرګي بريد پر مهال د پېښې په ځای کې ولاړو زياتو موټرو او موټرسايکلونو ته زيان اووښتی دی.
ځايي چارواکو ویلي، د ځانمرګي بريدګر عمر شاوخوا ۲۰ کاله و.
له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي او دغه ځای يې کلا بند کړی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
روان کال کې د محرم په مراسمو کې په راولپنډۍ کې د فرقه يي شخړو له امله له لسو زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
له فرقه يي شخړو وروسته په راولپنډۍ او د پنجاب په يو شمېر نورو ښارونو کې په ګرځېدو بنديز لګېدلی و.








