الشباب وايي د نيروبي وېسټ ګېت بريد دوی کړی

د سوماليا الشباب اورپکې ډلې مخکې پر دغه مرکز د بريد ګوتڅنډنه کړې وه
د عکس تشریح، د سوماليا الشباب اورپکې ډلې مخکې پر دغه مرکز د بريد ګوتڅنډنه کړې وه

د سوماليا الشباب اورپکې ډلې يو جګپوړي غړي بي بي سي ته ويلي چې په ګاونډۍ کېنيا کې پر يوه پلورنځی مرګونی بريد دوی کړی دی.

الشباب چې القاعدې سره تړلې ډله ده، ويلي دغه بريد په سوماليا کې د کېنيا شته والي په ځواب کې شوی، چې له ۲۰۱۱ کال راهيسې يې ځواکونه په کې د دغې اورپکې ډلې پر وړاندې جنګېږي.

د کېنيا امنيتي ځواکونو يو جګپوړي چارواکي د وژل شويو شمېر ۱۱ تنه ښوولی دی.

خو سره صليب بيا ويلي پېښه کې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

له القاعدې سره تړلې دغې ډلې پر خپل ټويټر ويلي دوی د دې پخلی کوی ګواکې د هغه څه تر شا دوی وو چې "د وېسټ ګېټ" ننداره يې بللې ده.

بريدګر پر ځايي وخت د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې وېسټ ګېت پلورنځي ته ورننوتل، لاسي بمونه يې غورځول او په اوتومات وسلو يې ډزې کولې.

ډېری پېرودونکي د پېښې له ځايه وتښتېدل، او ډېر نور بند پاتې وو.

الشباب پر خپل ټويټر ويلي چې جنګيالي يې له بريد شاوخوا اووه ساعته وروسته لا تر اوسه وېسټ ګېت مرکز دننه د کېنيا امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دي

د پېښې لومړی حال

د کېنيا پلازمېنې نيروبي يوه پلورنځي کې د وسله والې نښتې پر مهال د دغه هېواد سره صليب په وينا ۲۰ کسان وژل شوي دي. وسله والو پر وېسټ ګېټ مرکز بريد وکړ، چې د دغه ښار تر ټولو ځانګړی ځای ګڼل کېږي.

يوه جګپوړي پوليس افسر په لومړيو کې ويلي وو چې دا د لوټنې يوه هڅه وه، خو وروسته يې بيا دا يو شونی ترهګر بريد وباله.

د سوماليا الشباب اورپکې ډلې مخکې پر دغه مرکز د بريد ګوتڅنډنه کړې وه.

دغې ډلې د کېنيا له دې پرېکړه سره مخالفت کړی چې له مخې يې سوماليا ته ځواکونه استولي. تر دې مهالې کومې ډلې نه دي ويلي چې د شنبې ورځې دغه بريد يې دې کړی وي.

پوليس ځواکونو اوس دغه ودانۍ په داسې هڅه کلابنده کړې، چې پاتې پېرودونکي وباسي. ودانۍ سره نژدې يوه پوځي چورلکه هم ښکته شوې ده.

پوليسو د فرانسې خبري اېجنسۍ ته ويلي چې وسله والو لږترلږه ۷ کسان يرغمل نيولي دي. عيني شاهدانو هم ويلي چې يرغمل نيونه شوې، خو په اړه يې کومه رسمي تبصره نه ده شوې.

په راپورونو کې ويل شوي چې لسګونه خلک ټپيان شوي دي.

عيني شاهدانو ويلي مخ پټو کسانو په ځايي وخت نيمه ورځ د ودانۍ دننه لاسي بمونه ور وغورځول.

د نيروبي پوليسو مشر بېنسن کيبوې په لومړيو کې ويلي وو، چې وسله والو د يو پلورنځي لوټلو هڅه کوله، خو وروسته يې پېښه "يو ترهګر بريد" وباله.

څه د پاسه ۶ ساعته وروسته له هغه چې بريد پيل شوی، د کېنيا د کورنيو چارو وزير جوزېف اولې لېنکو وويل امنيتي حالت "تر کنټرول لاندې" دی.

ده خلک وهڅول چې د بريد طبيعت په اړه "ګونګوسي ونه کړي" او ويې ويل ډېری خلک ايستل شوي دي.

په نښه کېږي

د بي بي سي خبرياله انې سوی چې د پېښې په ځای کې ده، وويل داسې راپورونه دي چې يو وسله وال وژل شوی دی.

دا وايي د راپورونو له مخې ځينې وسله وال په حجاب جامو کې وو، او دا لا روښانه نه ده چې دوی سړي وو او که ښځې.

يو سړی چې په تېښته بريالی شوی په دغه پلورنځي کې پټ شوی و، خو د بي بي سي خبريالې ته يې ويلي چې ملګري يې لا تر اوسه د ودانۍ دننه بند پاتې دي.

عيني شاهدانو خبري اېجنسيو ته ويلي وسله والو مسلمانانو ته امر کړی چې ووځي، او هغوی چې مسلمانان نه دي، په نښه کېږي به.

د کېنيا چارواکو له رسنيو غوښتنه کړې چې د پېښې له ځايه دې ژوندۍ خپرونې نه کوي، ځکه چې معلومات کېدی شي له بريدګرو سره مرسته وکړي.

امنيت ساتونکو د پلورنځي کراچيو په ګټه يو شمېر ټپي شوي ماشومان او لږ ترلږه يو سړی له ودانۍ لېږدولي دي.