
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد بيا ښاغلى چاوېز شهيد وباله او ولس ته یې د هغه قرباني ستايلې.
د وينزويلا د ولسمشر هوګو چاوېز مړينې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو، جګپوړو چارواکو او وتليو شخصيتونو احساساتي غبرګونه را وپارول.
د ارجنټاين، اېکوادور او کيوبا په ګډون د لاتينې امريکا په نورو هېوادونو کې د څو ورځو ماتم اعلان شوی دی.
د ارجينتاين ولسمشرې خپل ورځنۍ چارې فسخ کړې، په پيرو کې د ښاغلي چاوېز په وياړ ولسي جرګې يوه دقيقه چوپتيا غوره کړه.
د چلي، اېکوادور حکومتونو د وينزويلا ولس ته تسليت پېغامونه واستول او د بولويا ولسمشر د وينزويلا پلازمېنې قراقس ته رسيدلى دى.
د ښاغلي چاوېز متحدينو هيله ښودلې چې د هغه د خپل ډول سوسيالستي انقلاب به وپايېږي.
د هغه تر مړينې سملاسي وروسته په زرګونه خلک په وينزويلا کې لارو او کوڅو ته را ووتل.
هوګو چاوېز د ٥٨ کالو په عمر د سرطان ناروغۍ څخه د سې شنبې په ورځ(مارچ/پنځمه) ومړ.
د ښاغلي چاوېز د مړينې تر اعلان وروسته د امريکا ولسشمر بارک اوباما ويلي چې وينزويلا لپاره دا د ننګونو وخت دى او امريکا د هغه هېواد د ولس او حکومت سره د رغنده اړيکو ملاتړ کوي.
د امريکا پخواني ولسشمر جيمي کارټر ويلي، ښاغلى چاوېز به د خپلې زړورتيا له امله تر ډېرو کلونو پورې د خلکو په زړونو کې ژوندى پاتې وي او زياته يې کړه چې ښاغلى چاوېز د خپل ولس د هغو خلکو ژوند په شرايطو کې د ښه والي را وستلو هلې ځلې کولې چې احساس یې کاوه چې له ياده وتلي او ګوښې شوي دي.

د روسيې ولسشمر ولاديمير پوتين ويلي ښاغلى چاوېز يو غښتلى سړى و چې تل یې د ځان لپاره لوړ هدف ټاکه.
د کيوبا ولسمشر فيدل کاسترو ويلي داسې احساس کوي چې نن یې خپل زوى مړ شوى دى.
د روسيې ولسشمر ولاديمير پوتين ويلي ښاغلى چاوېز يو غښتلى سړى وو چې تل یې د ځان لپاره لوړ هدف ټاکه.
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد بيا ښاغلى چاوېز شهيد وباله او ولس ته یې د هغه قرباني ستايلې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ښاغلى چاوېز د چین د خلکو ښه ملګرى او يو لوى مشر بللی دی.
سره له دې چې هګو چاوېز يو ناندريز شخصيت و خو له وينزويلا څخه زرګونه کيلو متره لرې په افغانستان کې یې هم پلويان درلودل چې د نوموړي د تګ لارو ملاتړ یې کاوه.
دغو کسانو خپل نظرونه پر فېسبوک څرګند کړي دي.
په وينزويلا کې د مخالف ګوند مشر هينريک کاپريلس چې د ښاغلي چاوېز له سختو منتقيدينو څخه وو په يوه ټلوېزيوني وينا کې نوموړي ته خپل درناوى وړاندې کړ:
"هګو چاوېز او زه سیاسي مخالفین و. هېڅکله هم غلیمان نه و. دا د درناوي او مسولیت پېغام دی. زه خپل تسلیت د ښاغلي چاوېز کورنۍ او ولس ته وړاندې کوم او په دې غم کې ورسره شریک یم."
د ولسشمر هوګو چاوېز سوسيالست اصلاحات د ټولنې په نيسمنو خلکو کې ډېر محبوبيت درلود خو له بل پلوه یې د هېواد منځنۍ طبقه له ځانه پردې کړې وه.















