د هوګو چاوېز ژوندلیک

د خپريدو وخت: 09:59 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

د وېنيزويلا د زیاترو ګاونډیو د سیاست خلاف، چاوېز په خپل هېواد کې دېموکراتیک حکومت جوړ کړ.

د وېنيزويلا ولسمشر هوګو چاوېز له سرطان ناروغیو سره تر ډېر اوږده کړاو وروسته، د ۵۸ کلونو په عمر ومړ، چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د واک پر سر د لاتینې امریکا له ډېرو جنجالي مشرانو څخه و.

چاوېز د پوځ له پراشوټ سرتېرو په ۱۹۹۲ کال کې د یوې ناکامې کودتا له لارې را څرګند شو، خو تر شپږو کالو وروسته یې د وېنيزويلا په سیاست کې ځان ښه مطرح کړ.

همدا و چې هڅو یې نتیجه ورکړه او د هېواد ولسمشرۍ ته یې ځان ورساوه.

له هماغه وخت راهیسې، چاوېز ټاکنې وګټلې او په اساسي قانون کې یې پراخ بدلون راوست، چې تر ټولو لوی بدلون یې د ولسمشرۍ د نامحدودې دورې ټاکل وو.

د ده پلویان وايي، هغه به تل د بې وزلو په اړه خبرې کولې، خو مخالفانو یو دېکتاتور باله.

هوګو چاوېز: حقایق او نېټې

  • فبروري/ ۱۹۹۹: د ۱۹۹۸ ټاکنو کې ولسمشر شو
  • جولای/۲۰۰۰: د نوي اساسي قانون له مخې، شپږو کلونو لپاره بیا ولسمشر شو
  • اپریل/۲۰۰۰۲: دوه ورځنی ناکام انقلاب، چاوېز یې په لړ کې واک ته ورسېد
  • اګست/۲۰۰۴: د ټول پوښتنې په پایله کې یې باور ترلاسه کړ
  • دسمبر/۲۰۰۶: د ۶۳ سلنې رایو په ګټلو د څلورو کالو لپاره ولسمشر شو
  • دسمبر/۲۰۰۷: د اساسي قانون ټول پوښتنه کې پاتې راغی، خو د نامحدودې نېټې لپاره ولسمشر شو
  • فبروري/۲۰۰۹: د ټاکل شویو چارواکو د واک نېټې ټاکلو ټول پوښتنه کې بریالی شو
  • سپتمبر/۲۰۱۰: د چاوېز ګوند د ملي ټاکنو زیاتره رایې وګټلې
  • جولای/۲۰۱۱: د سرطان ناروغۍ له کبله یې یوځل علاج وشو
  • فبروري/۲۰۱۲: په کیوبا کې یې بیا جراحي عملیات وکړل
  • اکتوبر/۲۰۱۲: د شپږو کالو لپاره بیا ولسمشر شو
  • دسمبر/۲۰۱۲: په هاوانا کې یې د سرطان ناروغۍ عملیات وکړل

چاوېز څو ځلې د سرطان ناروغۍ عملیات وکړل، چې وروستی هغه یې د ۲۰۱۰ په دسمبر میاشت کې و.

ناکامه هڅه

چاوېز د ۱۹۹۲ په فبرورۍ کې، د وېنيزويلا د ولسمشر کارلوس اندریس پیریز په مشرۍ د حکومت ړنګولو ناکامه هڅه وکړه، همدا وو چې د اقتصادي کړکېچ لامل شو او د حکومت غصه یې را و پاروله.

دوی غوښتل، د جنوبي امریکا د خپلواکۍ غوښتونکي سیمون بولیفار له نامه څخه د ګټې په اخیستو په پوځ کې یوه پټه ډله جوړه کړي او افسران له چاوېز سره د حکومت پرځولو کې مرسته وکړي.

د ۱۹۹۲ کال د بولیفاریه کودتا په لړ کې لږترلږه ۱۸ کسان ووژل شول او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

د ۱۹۹۲ کال د نومبر د دویمې نېټې د انقلاب برخلیک د لومړۍ کودتا تر پایلو ډېر اغېز درلود، خو بیا هم ناکامه بلل کېده.

چاوېز دوه کاله زنداني شو، خو بیا وروسته وبښل شو او د پنځم جمهوریت حرکت په نامه ګوند یې جوړ کړ، همدا وو چې له پوځه سیاسي ډګر ته ولاړ.

د وخت په تېرېدو ، چاوېز د ۱۹۹۸ کال په ټاکنو کې واک ته ورسېد.

د وېنيزويلا د زیاترو ګاونډیو د سیاست خلاف، چاوېز په خپل هېواد کې دېموکراتیک حکومت جوړ کړ.

چاوېز به تل د بې وزلۍ ورکولو ژمنې کولې، یوځل یې د تېلو د شرکتونو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي وو، چې ګني دوی په لهو او لعب کې ډوب دي، او د ولس غم ورسره نه شته.

نوموړي د کلیسا پر مذهبي کسانو هم نیوکه کوله، چې ګني د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هڅې نه کوي، او تل د شتمنو د دفاع په خاطر د هغوی ترڅنګ ولاړ وي.

هغه له واشنګټن سره د اړیکو په اړه ویلي وو، چې ګني د هغه وخت ولسمشر جورج بوش "له ترهګرۍ سره مبارزه په ترهګریزو اعمالو کوي".

چاوېز دا هم ویلي وو، چې افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا جګړه په خپله ترهګریز اعمال دي.

ده پر امریکا دا تور هم لګاوه، چې ګني د ۲۰۰۲ کال په هغه کودتا کې یې لاس درلود، چې چاوېز یې له واکه دوه ورځې لرې کړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>