د هوګو چاوېز روغتیايي حالت اوس هم ښه نه دی

د خپريدو وخت: 09:53 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

د اوونۍ په پاې کې د پلازمېنې کېراکس یو شمېر اوسېدونکو دغه ښار کې احتجاج وکړ، دوی له حکومته غوښتل، چې د چاوېز د روغتیا په اړه بشپړ معلومات ورکړي.

د وېنزویلا حکومتي چارواکي د دغه هېواد ناروغ ولسمشر هوګو چاوېز تنفسي ناروغي سخته شوې. ۵۸ کلن ولسمشر هوګو چاوېز تېره میاشت کیوبا کې د سرطان ناروغۍ له امله له درملنې وروسته هېواد ته ستون شوی.

د حکومت له لوري په دولتي ټیلویزیون یوه اعلامیه خپره شوې، چې په کې ویل شوي، د ښاغلي چاوېز تنفسي ناروغي سخته شوې او نوموړی په سخت تنفسي انفکشن اخته شوی.

د وینزویلا د اطلاعاتو وزیر ایرنېسټو ویلیګس د ولسمشر چاوېز د روغتیايي حالت په اړه ویلي، چې اوس یې هم وضعیت نازک دی.

د پلازمېنې کاراکاس له پوځي روغتونه د خبرو پر مهال نوموړي وویل " نن تنفسي انفکشن زیات شوی."

د نوموړي په وینا د ولسمشر چاوېز کیموتهراپي او درملنه دوام لري. د تېرې اوونۍ په پاې کې د پلازمېنې کاراکاس یو شمېر اوسېدونکو دغه ښار کې احتجاج وکړ، دوی له حکومته غوښتل، چې د چاوېز د روغتیا په اړه بشپړ معلومات ورکړي.

د ناروغۍ پیل

په ۲۰۱۱ کې د جراحي عملیاتو په بهیر کې معلومه شوه، چې چاوېز په سرطان اخته دی، له هغه راهیسې تر اوسه د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې د درملنې لپاره د نوموړي څلور جراحي عملیات شوي.

څو ورځې مخکې د وینزویلا مرستیال ولسمشر نکولاس مدرورو ویلي و، چې هوګو چاوېز د مرګ او ژوند تر منځ د کشمکش په حالت کې دی.

مرستیال ولسمشر د وینزویلا ټیلویزیون ته ویلي و، چې زموږ قومندان ناروغ دی، ځکه ده د هغو لپاره ژوند کاوه، چې هېڅ نه لري.

مرستیال ولسمشر، چې د چاویز ټاکل شوی، ځای ناستی بلل کېږي، ویلي" هغه د خپل ژوند پراوه نه کوله، ځکه خپل ژوند او روح یې خلکو ته بښلي وو، هغه د ژوند او روغتیا لپاره جګړه کوي او موږ ورسره یو."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>