
ولسمشر باراک اوباما يو فرمان لاسليک کړی چې له مخې به يې بوديجه کې د ۸۵ مليارډ دالرو په ارزښت کمښتونه پيلېږي.
د امريکا ولسمشر باراک اوباما يو فرمان لاسليک کړی چې له مخې به يې بوديجه کې د ۸۵ میليارډ دالرو په ارزښت کمښتونه پيلېږي.
د حکومت لګښتونو کې کموالی يوه جوړجاړي ته په رسېدو کې د ديموکراتانو او جمهوي غوښتونکيو پاتې راتلو وروسته راځي، سره له دې چې دواړه خواووې د لګښتونو کمونو مخالفت کوي.
ښاغلي اوباما د بوديجې د پراخو کمښتونو لړۍ چې ژر پلې کېدونکې ده، ګونګه په زوره تپل شوې بللې ده. د امريکا بوديجې کمښتونو په اړه د کانګرېس له جمهوري غوښتونکيو سره تازه خبرې د کوم تړون له نښو نشانو پرته پای ته ورسېدې. ښاغلي اوباما ګوتڅنډنه وکړه دغه کمښتونه به د دندو په بيه تمام شي او اقتصادي ودې ته به زيان ورسوي.
د امریکا په سپينه ماڼۍ کې د خبرو اترو تر ناکامېدو وروسته په بودیجه کې کمښت د امریکا حکومت اغېزمنولی شي.
دا کمښت چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې ۸۵ میلیارده ډالره کېږي د هغو ګامونو پایله ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ لاسلیک شو او هدف یې په کانګریس کې په بودیجه کې د کسر کمښت و.
د امریکا د دفاع نوي وزیر چاک هېګل خبرداری ورکړ چې دا به په پوځ زیات اغېز ولري. په سلو کې ۵۰ به د دفاع بودیجه اغېزمنېږي.
لکه چې له واشنګټنه پول ادمس په خپل رپوټ کې کاږي، کانګریس او سپينې ماڼۍ یونیم کال وخت لاره چې د بودیجې د کسر په برخه کې یوه جوړ جاړي ته سره ورسېږي.
خو دا چې ولسمشر د حکومت د لګښتونو کمښت او د شتمنو لپاره زیاته مالیه غوښتله، جمهوریت غوښتونکو د نورو عوایدو د موندلو مخالفت کاوه، نو په داسې حالاتو کې په سپینه ماڼۍ کې د خبرو د وروستۍ دقیقې په اړه وړاندوینه ګرانه وه.
خو ژر روښانه شوه چې په ولسي جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو مشر جان بوینر تر یوه ساعته وروسته وویل چې هېڅ نه دي بدل شوي.
لږ وروسته ولسمشر اوباما په سپپينه ماڼۍ کې د ننه خبریالانو ته وویل له کړکېچه کړکېچ ته لېږد امریکا ته د زغم وړ نه دی.
"ولسمشر اوباما په سپپينه ماڼۍ کې د ننه خبریالانو ته وویل له کړکېچه کړکېچ ته لېږد امریکا ته د زغم وړ نه دی."
سپینه ماڼۍ وایي د دغو جبري کمښتونو پایلې به جدي وي. ولسمشر د هغو ۷ سوه زرو خلکو یادونه وکړه چې کارونه له لاسه ورکوي، ده زیاه کړه چې وده په سلو کې نیمه درېدلې ده.
جمهوریت غوښتونکي، ولسمشر په ډارنو تکتیکونو تورنوي. داسې برېښي چې مارکيټونه په دې برخه کې دومره اندېښمن نه برېښي. خو په پنټاګان کې نوي دفاع وزیر چاک هېګل چې د کار دریمه ورځ یې ده خبرداری ورکړ چې د ده په وزارت به د دې لګښتونو د کمولو اغېزه سخته او بېړنۍ وي.
که چېرې له دې په ټپه ولاړ حالت نه د وتلو لاره ونه موندله شي، د دفاع په وزارت کې د ۸ سوه ملکي کارکوونکو په ګډون به حکومتي مامورین اړ شي چې بې تنخوا رخصتي واخلي.
هېڅوک پوره نه پوهېږي چې په لګښتونو کې دا کمښت به عملاً څه معنا ولري خو په واشنګټن کې د دواړو ګوندونو د خبرو اترو په څېر دا هم نا څرګند برېښي.












