
د وړاندې کولو، بحثونو او د موسيقۍ کنسرت دې ورځې کې د مالي کلتور وزير برونو مايګا، له خپل فرانسوي سيال اوريلي فيليپيټي او د يونیسکو عمومي مديرې ايرېنا بوکووا سره یو ځای کېږي.
د ملګريو ملتونو کلتوري سازمان 'يونیسکو' نن دوشنبه يوه غونډه کانسرټ ترسره کوي چې د مالي لپاره په کې ملاتړ راغونډ کړي.
په دې وروستيو کې د مالي شمال سيمې د توندلاريو له ولکې ازادې شوې چې تاريخي ځايونه او لرغونې پاڼې او سندونه يې په کې ويجاړ کړي وو.
يونیسکو هيله لري د مالي شمال ته نژدې موده کې کارپوهان واستوي چې د اړتيا وړ تدبيرونو ارزونه وکړي. له پاريس نه د بي بي سي خبريال هيو شوفيلډ پرې راپور لري:
د وړاندې کولو، بحثونو او د موسيقۍ کنسرت دې ورځې کې د مالي کلتور وزير برونو مايګا، له خپل فرانسوي سيال اوريلي فيليپيټي او د يونیسکو عمومي مديرې ايرېنا بوکووا سره یو ځای کېږي.
د دغه فعاليت موخه د هغه زيان په اړه د پوهاوي لوړول دي چې شمالي برخو يو کلن اشغال پر مهال د مالي کلتوري ميراث ته رسېدلی، په تېره بيا ټيمبکټو او ګاو ښارونوته چې دواړو کې د يونیسکو نړيوالو ميراثونو ځايونه دي.
ايرېنا بوکوا په خپله د روانې فبرورۍ په لومړيو کې د فرانسې برياليو پوځي عملياتو په پای کې د ولسمشر فرانسوا اولانډ سره په سفر کې مالي ته تللې وه.

مالي کې اسلامپالو ځینې لرغوني زیارتونه ونړول.
يونیسکو وايي د ټيمبکټو له مشهورو زيارتونو يې ۱۱ د اورپکيو له لوری نړول شوي، او د ۲ او ۳ زرو ترمنځ لرغونې نسخې سوځول شوې دي.
خو باوري لري چې د ټيمبکټو کلتوري ميراث ډېره برخه ساتل شوې ده.
ډېری زيارتونه په ټيمبکټو کې د شاوخوا ۳۰ مشهورو کورنيو ملکيت دی، چې له اورپکيو ځايونه پټ ساتلي وو.












