د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ويلي دا به سمه نه وي چې ومنل شي په مالي کې جګړه پای ته رسېدلې ده.
ښاغلي اولاند چې د مالي په ټېمبکټو کې خبرې کولې وويل فرانسوي ځواکونه به د هېواد په شمال د بېرته کنټرول ترلاسه کولو پورې د مالي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
خو فرانسوا اولاند وويل فرانسه پلان نه لري چې د اوږدې مودې لپاره په مالي کې پاتې شي.
د فرانسې له يوې راډيو سره د پلازمېنې ټېمبکټو يوه اوسېدونکي په مرکه وويل چې مالي ته د ښاغلي اولاند سفر يو ښه خبر دی.












