
له دې مخکې روسیې معاذ الخطیب ته مسکو کې د مستقیمو خبرو بلنه ورکړه.
د سوریې د مخالفینو د ټلوالې نوي مشر معاذ الخطیب پر ولسمشر بشارالاسد غږ کړی، چې د خبرو لپاره د ده لخوا شوي وړاندیز ته ځواب ووايي.
ښاغلي خطیب ټینګار کړی، چې لومړی دې ولسمشر اسد له واکه لېرې شي. دا هغه وړاندیز دی، چې امریکا یې هم ملاتړ کوي. خو دمشق تر اوسه دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.
په منځني ختیځ کې د بي بي سي یو خبریال وايي، د سوریې حکومت په همدې ترڅ کې د ملي خبرو اترو لپاره چمتو والی نیسي، چې مخالفینو ته به هم په کې د سیاسي حل لارې د پیدا کولو وړاندیز وشي. دا هغه بهیر دی، چې ایران یې ملاتړ کوي.
"روسیه له ډېره وخته راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړکوي."
له دې مخکې د روانې فبرورۍ په لومړیو کې روسیې د سوریې د حکومت مخالفو فعالانو مشر معاذ الخطیب ته له هغه وروسته مسکو کې د مستقیمو خبرو بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوري حکومت د مخالفینو له مشر سره د جرمني په مونیخ ښار کې د یوه نړیوال امنیتي کننفرانس پر مهال خبرې وکړې.
روسیه له ډېره وخته راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړکوي. له دې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن او د ملګرو ملتو له استازي اخضرابراهیمي سره هم ولیدل.
له لاوروف سره تر خبرو وروسته معاذ الخطیب وویل"روسیه یو ځانګړی نظر لري، خو موږ د دې بحران د حل لپاره د خبرو هرکلی کوو، داسې ډېر څه شته، چې د حل لپاره يي مذاکراتو ته اړتیا لېدل کېږي."
د ملګرو ملتونو په وینا د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ضد ۲۲ میاشتنۍ جګړې له پیله راهیسې، تر اوسه نژدې ۶۰ زره کسان وژل شوي دي.












