
روسیه یو ځانګړی نظر لري، خو موږ د دې بحران د حل لپاره د خبرو هرکلی کوو. معاذ الخطیب
روسیې د سوریې د حکومت مخالفو فعالانو مشر ته له هغه وروسته مسکو کې د مستقیمو خبرو بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوري حکومت د مخالفینو له مشر معاذالخطیب سره د جرمني په مونیخ ښار کې د یوه نړیوال امنیتي کننفرانس پر مهال خبرې وکړې.
روسیه له ډېره وخته راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړکوي.
له دې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن او د ملګرو ملتو له استازي اخضرابراهیمي سره هم ولیدل.
جو بایډن کنفرانس ته په وینا کې وویل، دا اوس پټه خبره نه ده، چې د امریکا او روسیې تر منځ د سوریې د موضوع پر سر ژور اختلاف شته.
خو نوموړي زیاته کړه، چې له دې سره هم موږ د سوریې د خلکو د ستونزو او د هغو د هوارولو پر سر د نړیوالې ټولنې پر مسوولیت یوه خوله یو.
"د ملګرو ملتونو په وینا د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ضد ۲۲ میاشتنۍ جګړې له پیله راهیسې، تر اوسه نژدې ۶۰ زره کسان وژل شوي دي."
له لاوروف سره تر خبرو وروسته معاذ الخطیب وویل"روسیه یو ځانګړی نظر لري، خو موږ د دې بحران د حل لپاره د خبرو هرکلی کوو، داسې ډېر څه شته، چې د حل لپاره يي مذاکراتو ته اړتیا لېدل کېږي."
خو زموږ خبریال وايي لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ په دې اړه واټن موجود دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر کنفرانس ته وویل د بشار الاسد د استعفا په اړه د جوبایډن ټینګار زیانمنونکی دی. د نوموړي په وینا "زه داسې فکر کوم د سوریې د بحران لویه وجه د خلکو دا ټینګار دی، چې لومړیتوب باید د ولسمشر ګوښه کېدل وي."
د ملګرو ملتونو په وینا د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ضد ۲۲ میاشتنۍ جګړې له پیله راهیسې، تر اوسه نژدې ۶۰ زره کسان وژل شوي دي.












