
د برتانیا د سرطان څېړنیز مرکز وايي، دا مهال د برتانیا په هرو سلو نارینه وو کې ۴۴ کسان په یو ډول نه یو ډول د سرطان ناروغي لري، چې تر ډېره هغه کسان پرې اخته دي، چې اوږده عمرونه لري.
څېړنې ښيي چې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې د نارینه وو د سرطان ناروغۍ کچه تر ډېره د هغوی پر کولمو، پروستات او پوستکي پورې اړه لري، چې (میلانوم) ورته وايي.
خو خوشبخت هغه کسان دي، چې ژر تشخیص او درملنه وکړي.
پوهان په دې باور دي، چې د ډېرو پلټنو په پایله کې، شاید د سرطان ناروغۍ د کمولو لپاره ډېرې لاسته راوړنې ولري.
څېړنه
په کوین ماري وقايوي طبي ولفسن انستیوت کې د څېړونکو یوه ډله، د لندن پوهنتون او د برتانیا د سرطان څېړونکي مرکز په یوه ګډه څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۷ کال په راتلو سره به ۴۱۶ زره برتانویان په سرطان ناروغۍ اخته وي، حال دا چې په ۲۰۱۰ کال کې دغه شمېر ۳۲۴ زرو کسانو ته رسېدلی و.
د ۲۰۱۰ کال په شمېرو کې ۱۶۴ زره برتانویان په سرطان ناروغۍ اخته وو، چې دغه شمېر اوس ۲۲۱ زرو ته رسېدلی، چې ټول نارینه دي.
د سرطان څېړنیز مرکز یوه غړي هاربال کومار ویلي، دغه شمېرې د راتلونکو ناروغیو څرک او د ګواښونو کچه معلومولی شي.
"ډېره مهمه دا ده، چې نارینه د ناروغۍ د تشخیص لپاره په لومړي سر کې معاینې وکړي او ډاکټر ته مراجعه وکړي."
الان هوایټ
د لیډز میتروپولیټن پوهنتون استاد د نارینه ناروغانو د څانګې متخصص الان هوایټ وايي، یوه بله اندېښنه په نارینه وو کې د سرطان په اړه شته، هغه دا چې دوی په ښه ډول د سرطان د تشخیص لپاره غاړه نه ږدي.
د بېلګې په ډول، که کوم نارینه سرطان ناروغي ولري، ډېر لږ کسان طبي معاینو ته مخه کوي.
هوايټ وايي: "ډېره مهمه دا ده، چې نارینه د ناروغۍ د تشخیص لپاره په لومړي سر کې معاینې وکړي او ډاکټر ته مراجعه وکړي."
دا هم زیاتوي چې "ځینې نارینه د سرطان ناروغیو په مقابل کې نهیلي شوي وي، که چېرې دوی په لومړي سر کې معاینې وکړي، شاید ستونزه ډېره جدي نه شي او ژر ورغېږي."












