
متحده عربي اماراتو کې پر سیاسي ګوندونو او سیاسي غونډو بندیزونه لګېدلي.
د متحده عربي اماراتو چارواکو د دغه هېواد پر واکمنۍ د ولکې ټینګولو په تور د ۹۴ کسانو د محاکمې امر کړی.
د دغه هېواد لوی څارنوال سلیم سعید قوبایش ویلي دې کسانو یوه پټه ډله جوړه کړې وه، چې په ظاهره یي ولس کې د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره تبلیغ کاوه، خو اصلاً دې کسانو غوښتل حکومت نسکور کړي.
د لوی څارنوال له لوري خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې دې کسانو د حکومت پر ضد د خلکو د لمسولو لپاره رسنۍ او ټولنیزې ویبپاڼې کارولې.
په بیانیه کې دغه راز ویل شوي، چې دې کسانو د متحده عربي اماراتو د حکومت د بنسټیزو اصولو سره د مخالفت او پر واک د قبضې لپاره یوه اداره جوړه کړه او د دې ادارې چارې يي پر مخ بیولې.
په بیانیه کې ویل شوي، چې دې کسانو د ځمکو د کاروبار او د مذهب په نوم د بسپنې له لارې پېسې تر لاسه کولې.
"تېر کال چارواکو تر ۶۰ ډېر خیریه کارکوونکي کسان نیولي وو، چې ډېر یي د الاصلاح سازمان اړوند وو."
د لوی څارنوال په بیانیه کې راغلي، چې دغې ډلې د اخوان المسلمین په شمول له یو شمېر بهرنیو کسانو سره اړیکې درلودې.
تېر کال چارواکو تر ۶۰ ډېر خیریه کارکوونکي کسان نیولي وو، چې ډېر یي د الاصلاح سازمان اړوند وو.
پر الاصلاح تنظیم داسې شکونه کېږي، چې ګواکې له اخوان المسلمین سره اړیکې لري.
د الاصلاح په وینا دوی د سوله ییزو اصلاحاتو غوښتونکي دي او له نړیوال اخوان المسلمون سره هېڅ ډول اړیکي نه لري.
په متحده عربي اماراتو کې پر سیاسي ګوندونو او سیاسي غونډو بندیزونه لګېدلي.












