
تاج د مینې اړوند یوه تاریخي ودانۍ ده او موږ هېله کوو په دبۍ کې به دا د خلکو د خوښي وړ شي. اروون مهتا
د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د ۱۰۰۰ ملیونه ډالرو په لګښت یوه ودانۍ جوړیږي، چې کټ مټ به د هندوستان تاج محل ته ورته وي.
په دې ودانۍ کې به ۳۰۰ اطاقونه وي او د واده مراسیم به په کې تر سره کیږي.
په رپوټونو کې ویل شوي، چې (تاج ارېبیا) نومي دغه ودانۍ به د اصل تاج محل په پرتله ډېره پراخه وي، تر ۲۰۱۴ پورې به بشپړه شي او دې ته به د (نیو سټي اف لو) یانې د محبت د نوی ښار نوم ورکړل شي.
په دبۍ کې د دې ۱۰۰۰ ملیون ډالري پروژې په اړه ډېر څه ویل کیږي. د پانګې د لږوالي له کبله د دې ودانۍ چارو ناندریزه بڼه غوره کړې ده.
د دې ودانۍ اړوند اروون مهتا وايي داسې هیڅ وجه نه ښکاري، چې دغه هوټل به د خلکو لپاره د خوښې وړ نه وي" تاج د مینې اړوند یوه تاریخي ودانۍ ده او موږ هېله کوو په دبۍ کې به دا د خلکو د خوښي وړ شي"
په رپوټونو کې ویل شوي په دې ودانۍ کې به د پاریس آیفل ټاور د مصر احرامونو او د چین دیوال ته ورته ودانۍ جوړې شي.
د لینک ګلوبل له خوا رغېدونکې دې ودانۍ ته څېرمه به ښاېسته باغونه جوړ کړل شي، چې یو به يي (مغل باغ) ته ورته وي.
د لینک ګروپ مشر اروون مهرا وايي" تاج محل د میني او محبت یو سمبول دی او موږ چې د څه ډول ودانۍ تصور کوو، په هغې کې به ټولې هغه اسانتیاووې ولرو، چې د تاج د ښاېست، مینې او محبت یادونه تازه کړي"












