
په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو کې هم پر دروکدال د هغه په غیاب کې د اعدام حکم شوی و.
د الجزایر د جنايي جرمونو ضد محکمې په اسلامي مغرب کې د القاعدې شبکې د مشر عبدالمالک دروکدال د اعدام پرېکړه کړې ده.
محکمې پر نوموړي سربېره، د لسو نورو اسلامپالو اورپکو د اعدام حکم هم کړی دی.
پر شپږو کسانو د دوی په غیاب کې د اعدام حکم شوی دی.
په دغو یوولسو اسلامپالو اورپکو کې شپږ یې د الجزایر له زندانونو تښتېدلي دي.
پر دوی تور دی، چې د ۲۰۰۷ په دسمبر میاشت کې یې د الجزایر پلازمېنه کې دوه مرګوني بریدونه طرحه کړي وو.
دروکدال چې په "ابو مصعب عبدالودود" هم شهرت لري، له شپږو نورو کسانو سره مخکې تښتېدلی و.
څلور تورن کسان د اعدام د حکم اورېدو پرمهال حاضر وو.
په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو کې هم پر دروکدال د هغه په غیاب کې د اعدام حکم شوی و.
د ۲۰۰۷ دوو ځانوژونکو بریدونو د الجزایر پلازمېنه کې د اساسي قانون د شورا ودانۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي نمایندګۍ په نښه کړې، چې لږترلږه ۲۶ کسان په کې ووژل شول او ۱۷۷ نور ټپیان شول.
افغانستان
دروکدال په ۱۹۷۱ کال کې د الجزایر پلازمېنې په مفتاح سیمه کې زیږېدلی.
د انجنیرۍ تر لوستلو وروسته، په افغانستان کې جنګېدلی او بیا په ۲۰۰۴ کال کې د دعوت او جګړې لپاره د سلفي ډلې مشري پرغاړه اخیستې ده.
دغه ډله په ۲۰۰۶ کال کې په اسلامي مغرب کې له القاعدې سره یوځای شوه.












