
په پام کې وه چې څو ورځې وروسته د الشاذلي شخصي یادښتونه چاپ او خپاره شي.
الجزایر ویلي چې ددغه هېواد مخکنی ولسمشر الشاذلي بن جدید د ۸۳ کلونو په عمر سا ورکړه.
ددغه هېواد رسنیو ویلي چې نوموړی د سرطان له ناروغۍ له ډېرې مودې راهیسې ځورېده.
الشاذلي یوه اوونۍ مخکې د پلازمېنې یوه پوځي روغتون ته د درملنې لپاره ولېږدول شو، خو هماغسې بې هوښه پاتې شو.
تر هغه مخکې په جنورۍ کې پاریس ته ددرملنې لپاره وړل شوی و.
الشاذلي د ختيځ طارف ولایت د بوثلجه مېنې اوسېدونکی و، چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې تر ۱۹۹۲ پورې ددغه هېواد ولسمشر و او بیا یې استعفا وکړه.
د هغه استعفا ددې لامل شوه چې پوځي کېدونکې ټاکنې لغوه کړي، همدا وو چې اسلامي جبهې ځان بریالی باله.
الشاذلي په ځوانۍ کې افسر و، چې د فرانسوي استعمار پرضد پاڅون او د ملي ازادۍ جبهه کې جنګېده.
تر خپلواکۍ اخیستو وروسته نوموړی د وهران سیمې پوځي قومندان وټاکل شو.
وروسته تر هغه چې د ۱۹۹۱ کال ټاکنې لغوه شوې، الشاذلي په وهران کې جبري نظربند شو، چې دا بندیز په ۱۹۹۹ کال کې د عبدالعزیز بوتفلیقه تر ولسمشر کېدو پورې عملي و.












