
ملګرو ملتونو ویلي، د نړۍ د وګړو د شمېر په ډېرېدو سره، خوراکي توکو ته هم اړتیا په ډېرېدو ده.
په برتانیا کې یوې څېړنې ویلي، چې په ګرده نړۍ کې نیمايي خوراکي توکي چې څو میلیارد ټنه کېږي، کثافاتو ته اچول کېږي.
د نړۍ څو میلیارد خوارکي توکي په کثافاتو کې اچول کېږي.
په برتانیا کې یوې پلټنې ویلي، چې په نړۍ کې ډېره اندازه خوراکي توکي د ناوړه ساتنې له کبله له کاره لوېږي او په کثافاتو کې اچول کېږي.
د "میخانیکي انجنیرانو مؤسسه" پخپل راپور کې وایي، چې په برتانیا کې درېیمه برخه محصول په سمه توګه نه کارول کېږي.
ددغې مؤسسې یو غړی ډاکټر تیم فوکس وايي، د خوراکي توکو کثافات مخ په ډېرېدا دي.
راپور کاږي، چې د ۳۰ او ۵۰ سلنې ترمنځ په نړیواله کچه تولیدېدونکي خوراکي توکي، چې څلور میلیارد ټنه کېږي، په خځلنیو یا کثافات دانیو کې اچول کېږي، چې ددې کار نیمايي برخه په امریکا او اروپا کې ترسره کېږي.
ډاکټر فوکس زیاتتوي، په داسې حال کې چې د نړۍ نفوس او د وږو خلکو شمېر په ډېرېدو دی، د خوارکي توکو بې ځایه اچول ورځ تر بلې ډېرېدونکي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د نړۍ د وګړو د شمېر په ډېرېدو سره، خوراکي توکو ته هم اړتیا په ډېرېدو ده.
ډاکټر فوکس وايي، انجنیرانو یې د خوراکي توکو د ضایع کولو د مخنیوي په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې دي.
دوی پخپل فعالیت کې خلک دې ته هڅوي، چې څرنګه خوراکي توکي زېرمه کړي، یا یې له یوه ځایه بل ته په خوندي توګه ولېږدوي.












