
له ۲۰۰۳ وروسته په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ اوربند اعلان شوی و.
پاکستاني پوځ ویلي، چې د کشمیر په سرحدي سیمه کې د هندي پوځيانو په ډزو یو پاکستانی پوځي وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د پوځ په یوه ویناپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د پاکستاني کشمیر په یوه لانجمنه سیمه رامنځ ته شوې ده.
د پوځ یوه ویناد بي بي سي ته ویلي، هندي پوځيانو د کنټرول پر کرښه حاجي بير سکټر کې ډزې کړې دي.
ویاند زیاتوي چې هندي پوځيانو دا ډزې پرته له کوم لامل پرته کړې دي.
له تېرو څه باندې ۶۰ کلونو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر ځینو برخو لانجه روانه ده، چې دوه ځلې یې سختې جګړې هم کړې دي.
سپکې وسلې
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، په سیمه کې دواړو غاړو ډزې کړې دي.
ویل کېږي، چې هندي پوځيانو د سوان پټرا پر پوستې برید کړی دی.
حاجي پیر سیمه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په مظفر اباد کې ده، چې هندي سرینګر ته پرې لاره تېره شوې ده ده.
پاکستان وايي، چې تر ډزو وروسته یې پوځ غبرګون ښودلی، خو هندي پوځيان په شا شوي او ځینې وسلې هم ترې پاتې شوې دي.
د هندي پوځ یوه ویاند جګړن بریجیش پانډي ویلي، لومړۍ ډزې د پاکستاني پوځ له لوري شوې دي.
دی وايي چې په دغو ډزو د یوه ولسي وګړي کور ویجاړ شوی دی:
"موږ په غبرګون کې یوازې له سپکې وسلې ګټه واخیسته. موږ باوري یو، چې دوی غواړي له دې لارې هند ته د اورپکو لاره پرانیزي."
له ۲۰۰۳ وروسته په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ اوربند اعلان شوی و.
د هند او پاکستان تر منځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې په ۲۰۰۸ کې د هند ممبۍ کې مرګوني بریدونه وشول.
هند ددغو بریدونو پړه پر پاکستاني مېشتو اورپکو واچوله.
د هند او پاکستان ترمنځ د تېر کال په فبرورۍ کې بیا لیدنې کتنې پیل شوې.
تېره میاشت، دواړو هېوادونو د ځینو هغو وګړو لپاره د وېزو بندیز پای ته ورساوه، چې دواړو هېوادونو ته تګ-راتګ کوي.












