
له دغې پیشو سره یوه غوږۍ او میموري کارټ، بیټرۍ او د تیلېفون چارجر هم موندل شوي دي.
د برازيل په يوه زندان کې يوه پيشو نيول شوې چې يوه کوچنۍ آره، د برمې غاښونه او يو موبايل ټېلېفون يې لېږدول.
دغه کار د نوي کال په ورځ په شمالي ښار اراپيراکا کې شوى دى.
د زندان ساتونکي له لوى ورۀ نه د پيشو تېرېدو حيران کړي و.
له سمې پلټنې وروسته يې له هغې سره ټول هغه څه وموندل چې يو بندي ورته د تېښتې لپاره اړتيا لري.
پيشو د څارويو د ژغورنې په يوه مرکز کې تر څارنې لاندې ده.
د پیشو تر بدن رابرټیپ راتاو شوی و.

چارواکو ویلي، چې ودې شي له دغو توکو کوم بندي د تېښتې هڅه کوله او په بهر کې یې له مجرمینو سره اړیکه نیوله.
له دغې پیشو سره یوه غوږۍ او میموري کارټ، بیټرۍ او د تیلېفون چارجر هم موندل شوي دي.
د اراپيراکا په زندان کې ټول ۲۶۳ بندیان ساتل کېږي.
د دغه ښار د وګړو شمېر ۲۱۵۰۰۰ ته رسېږي.
پولیس اوس د دغې پېښې پلټنه کوي.
د زندان یوه ویاند د ساوت پاولو "ایستادو دې" سیمه ییزې ورځپاڼې ته ویلي چې "دا به وروسته وموندل شي، چې د دې کار تر شا د چا لاس و، ځکه چې پیشو خبرې نه شي کولی. "












