
اټکل نه کېږي، چې تورن کسان دې د امنیتي دلایلو له کبله پخپله په محکمه کې حاضر شي.
په هند کې پنځه سړي د هغې ښځې پر مرګ په رسمي ډول تورن شوي، چې تېره میاشت پرې د ډیلي په یوه بس کې ډله ییز جنسي تېری شوی و.
دغه برید په هند کې په ملي کچه د خلکو غوسه راپارولې وه. پولیس به په پلازمېنې کې د دغو تورونو جزیات محکمې ته وړاندې کړي.
اټکل نه کېږي، چې تورن کسان دې د امنیتي دلایلو له کبله پخپله په محکمه کې حاضر شي.
که پر دوی دغه تورونه ثابت شي، د مرګ له سزا سره مخ کېدای شي.
د پېښې ۲۳ کلنه قرباني شوې مېرمن چې نوم یې نه دی اخېستل شوی، د جمعې پر ورځ د برید پر مهال د سختو ټپونو له کبله مړه شوه.
پولیسو په دې قضیه کې شپږ کسان نیولي، چې د بس ګاډي چلوونکی هم په کې شامل دی.
"ویل کېږي، له پنځو تورنو سره سره په دې قضیه کې د ښکېل شپږم کس عمر له ۱۸ کلونو کم دی او پولیس یې د بلوغت معلومولو لپاره طبي څېړنه کړې، چې د پایلو تر راتګه به یې نوموړی تورن نه پېژندل کېږي."
ویل کېږي، له پنځو تورنو سره سره په دې قضیه کې د ښکېل شپږم کس عمر له ۱۸ کلونو کم دی او پولیس یې د بلوغت معلومولو لپاره طبي څېړنه کړې، چې د پایلو تر راتګه به یې نوموړی تورن نه پېژندل کېږي.
له دې مخکې پي ټي ای خبري اژانس د پولیس چارواکو له قوله ویلي و، چې د پېښې پر شپه تېري کوونکو پر وژل شوې نجلۍ له جنسي تېري وروسته هغه په اوسپنیزو کوتکو ووهله او له بس نه یې بهر ته وغورځوله.
د پولیس په وینا بهر ته له غورځولو وروسته تېري کوونکو هڅه وکړه، چې هغه په ګاډي ووهي، خو د نجلۍ ملګري هغه وژغورله.
حکومت ژمنه کړې، چې جنسي تېري کوونکو ته به سختې سزاګانې وټاکي. هندیانو د سترو مظاهرو په ترڅ کې په اوسني قانون کې د بدلونونو غوښتنه کړې ده.












