
امیتاب بچن هیله څرګنده کړې، چې عامه پوهاوی ډېر شي او خلک د ښځو په درناوي کولو وپوهیږي.
د هند په پلازمېنه ډیلي کې یوه لور ته هر څوک د هغې ۲۳ کلنې نجلۍ په مړینه خواشیني دي، چې په یوه بس ګاډي کې پرې ډله ییز جنسي تېری وشو، نو بل لور ته د بالیووډ فلمي لوبغاړي هم د خواله رسنیو په وسیله په دې اړه خپل خفګان او خواخوږي څرګندوي.
د بالیووډ وتلي فلمي لوبغاړي امیتاب بچن خپل خفګان د نظم په بڼه وړاندې کړی. په دغه نظم کې امیتاب بچن هیله څرګنده کړې، چې عامه پوهاوی ډېر شي او خلک د ښځو په درناوي کولو وپوهیږي.
امیتاب په خپل نظم کې د احترام په وړاندې کولو سره ویلي، چې د ګلونو او شمع بلولو وار تېر شي، نو په زړونو کې به بې باکي راوټوکیږي. دغه نظم په یو ټیوب او فیس بوک کې د امیتاب په خپل غږ کې خپور شوی او کلام یې په دا ډول دی.
د وخت په تېرېدو به شمعې ویلي شي
د عقیدت ګلونه به له اوبو پرته مړاوي شي
د مخالفت او سولې غږونه به پیکه شي
خو د بې باکۍ بل شوی اور به زموږ زړه رڼا کړي
په غریو نیولي غږ به د (دامني) (امانته) روح په نړۍ کې ازانګې کړي
زما غږ به ته تر پښو لاندې نه کړې زه د(بهارت*) یوه مور، خور او یا لورکۍ یم
د عزت او درناوی حقداره
بهارت ملک دی زموږ مور
زما هغه پرېږده، خپله مور خو وپېژنه !!
بل لور ته شاه رخان په خپل ټویټر پیغام کې ویلي، چې په خپل نارینه توب شرمېږي، د نوموړي په وینا ژمنه کوم، چې ستاسې د غږ پورته کولو لپاره به مبارزه کوم، زه به د ښځو درناوی کوم.
د بالیوډ فلمي لوبغاړې سوناکشي سنها ویلي، چې هغه نجلۍ مړه نه ده، بلکې یوه ښه ځای ته تللې، چېرې، چې ډله ییز جنسي تېری نه کېږي، افسوس چې په ستر هند کې داسې ځای نه شته.
د بالیوډ یوې بلې فلمي لوبغاړې او د نړۍ د ښکلا ملکې شسمیتا سین ویلي، چې د یوې مور او یوې ښځې په صفت زما لپاره د انصاف معنا داده، چې د ډله ییز جنسي تېري عاملین له نارینه توب څخه محروم کړل شي، هغوی باید ټول عمر په زندان کې پراته وي، نه دا چې په دار وځړول شي، زما په باور دا به ښه غچ اخیستنه وي.
بهارت=هندوستان












