
دغه بس کینټ سیمه کې د ریل ګاډی تم ځای ته څېرمه په یوه تم ځای کې ولاړ و.
د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې یوه بس کې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او نژدې ۴۰ نور ټپیان دي.
چاودنه د کراچۍ په کینټ سیمه کې یوه ولاړ بس ګاډي کې شوې، چې ویل کېږي له دغه ځایه پنجاب ایالت ته تلونکی و.
دغه بس کینټ سیمه کې د ریل ګاډی تم ځای ته څېرمه په یوه تم ځای کې ولاړ و.
د ځايي پولیسو مشر چودري اسلم ویلي، چې چاودنه د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې.
د نوموړي په خبره د چاودنې په ځای کې د بال بېرینګ او چرو ټوټې نه دی موندل شوې، چې معمولاً په بمي چاودنو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.
د چاودنې له امله بس په بشپړه توګه له منځه تللی او په شاوخوا کې یې د سپرلیو شیان خپاره پراته وو.
له کراچۍ نه د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې ویلي، چې د چاودنې ځای د هغو بسونو تم ځای دی، چې له کراچۍ څخه د پاکستان نورو برخو ته مساپر لېږدوي.
رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې ماښام مهال په دغه ځای کې ډېره ګڼه ګوڼه وي.
بل لور ته د کراچۍ صدر سیمې پولیس مشر ثاقب سلطان ویلي، چې چاودنه ډېره زوروره وه.
د نوموړي په خبره پولیس به د ګازو ډبې په اړه معلومات راټول کړي خو د بم شنډولو ډله به هم د پېښې ځای وګوري، چې له هغه وروسته به د چاودنې د څرنګوالي په اړه په څرګند ډول څه وویل شي.
د ځايي روغتون د ډاکټرې سیمي جمالي په وینا اکثر کسان د سوځېدو له امله وژل شوي دي او دغه راز اکثر ټپیانو هم د سوځېدو له امله ټپونه اخیستي دي.












