ډبرو سکرو کان کې چاودنې اووه کارکوونکي وژلي

د خپريدو وخت: 09:30 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

رپوټونو کې ویل شوي، چې وژل شوي ټول کارکوونکي د سوات د شانګلې اوسېدونکي وو، چې له حادثې وروسته یې جسدونه خپلې پلرنۍ سیمې ته ولېږل شول.

اورکزی ایجنیسۍ قبایلي سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کسه کارکوونکي وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي
پېښه د کوز دیر په ډولۍ سیمه کې وشوه. چارواکو ویلي، چې د کان چت هغه وخت وغورځېد، چې په کې د ګاز ډېرېدو له امله چاودنه وشوه.

د دوی په وینا د چت غورځېدو له امله په کان کې په کار بوخت اووه کسه کارکوونکي تر خاورو لاندې شول.

د چارواکو په وینا د پېښې په اړه له معلوماتو وروسته سمدلاسه له هنګو څخه مرستندویه کارکوونکي د پېښې ځای ته وغوښتل شول.

د دوی په وینا مرستندویانو د دوشنبې تر سهاره خپل کار بشپړ کړ او ټول مړي یې له خاورو را وایستل.

"د پاکستان په کانونو کې د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه د لازمو اقداماتو د نشتوالي شکایت کېږي او په تېر کې هم دغه هېواد کې د کان کېندونکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي."

په رپوټونو کې ویل شوي، چې وژل شوي ټول کارکوونکي د سوات د شانګلې اوسېدونکي وو، چې له حادثې وروسته یې جسدونه خپلې پلرنۍ سیمې ته ولېږل شول.

ځايي اوسېدونکي وايي د پېښې په ځای کې د ډبرو د سکرو نژدې ۳۰۰ کانونه شته، چې په کې له دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي او یو شمېر کسانو په کې خپل ژوند بایللی دی.

په ټول کې د پاکستان په کانونو کې د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه د لازمو اقداماتو د نشتوالي شکایت کېږي او په تېر کې هم دغه هېواد کې د کان کېندونکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

تېر کال د بلوچستان ایالت په سپین کاریز سیمه کې هم د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز ډېرېدو له امله چاودنه وشوه، چې ۴۳ کسان په کې ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>