
د تېرې اوونۍ په پای کې د همدې احتجاجونو په لړ کې نژدې ۱۰۰ کسان ټبیان شول، خو ځايي پولیسو د ۷۰ کسانو ټپي کېدل تایید کړل.
د هند لومړي وزیر منموهن سنګهـ د خپل هېواد په پلازمېنه ډیلي کې پر یوې نجلۍ د ډله ییز جنسي تېري له امله د پاریدلو خلکو له احتجاج وروسته له خلکو غوښتي، چې له تشدد کولو ډډه وکړي.
د تېرې یکشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې په یوه روان بس ګاډي کې پر یوې ۲۳ کلنې نجلۍ ډله ییز تېری شوی و، چې له امله د هند په لر او بر کې سخته غوسه راوپارېده.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په دغه هېواد کې د احتجاجونو لړۍ دوام لري.
د تېرې اوونۍ په پای کې د همدې احتجاجونو په لړ کې نژدې ۱۰۰ کسان ټبیان شول، خو ځايي پولیسو د ۷۰ کسانو ټپي کېدل تایید کړل.
د دوشنبې په ورځ په یوه لنډه ټیلویزیونې بیانیه کې لومړي وزیر منموهن سنګهـ وویل" زه له ټولو هېواد والو غوښتنه کوم، چې د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلي، زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې حکومت به په دغه هېواد کې د ښځو د خوندیتوب لپاره ټول ممکن اقدامات وکړي."
د نوموړي په وینا" زه هم د درې لوڼو پلار یم او د دې موضوع په اړه د خپل ولس په څېر سخت په غوسه یم، د خلکو غوسه پر ځای ده، خو غوسه کول د هیڅ ستونزې په حل کې مرسته نه کوي."
د یکشنبې په ورځ هم د لومړي وزیر له خوا یوه بیانیه جاري شوه، چې په کې د نوموړي له خوا ویل شوي و، هغه د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ د اخ و ډب له امله د یو شمېر کسانو په ټپي کېدو خواشینی دی.
په بیانیه کې دا هم وویل شول" موږ ټول د هغې نجلۍ په اړه اندېښمن یو، چې په ډیلي کې د یوه ناوړه جرم ښکار شوه او په دې اړه د ولس خواشیني او غوسه پر ځای دي."
"زه هم د درې لوڼو پلار یم او د دې موضوع په اړه د خپل ولس په څېر سخت په غوسه یم، د خلکو غوسه پر ځای ده، خو غوسه کول د هیڅ ستونزې په حل کې مرسته نه کوي."
منموهن سنګهـ
د شنبې او یکشنبې ورځو په اوږدو کې زرګونه کسان په ډیلي کې د انډیا ګېټ سیمې ته ورغلل او د پېښې د عاملینو لپاره یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
یو شمېر احتجاج کوونکو ویل د حکومت دا ژمنه، چې مجرمانو ته به د عمري زندان سزا ورکړي، بسنه نه کوي، دوی د پېښې د مجرمانو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوله.
له هغه وروسته دغه احتجاج په تشدد او اخ وډب واوښت، چې په بهیر کې یې د وراني ویجاړي او اور اچونې پېښې هم وشوې.
د دوشنبې په ورځ د ډیلي ښار چارواکو د ښار په مرکزي برخو کې یو د میټرو ریل ګاډي یو شمېر تم ځایونه هم وتړل.
د دوی په وینا دا کار یې د ډیلي پولیسو په لارښوونه کړی.
ځايي چارواکو په ډیلي ښار کې د ښځو د خوندیتوب لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړي، چې په دې لړ کې شپې مهال د پولیسو ګزمې زیاتول، د بسونو د چلوونکو څارنه او د بسونو پر هندارو د پردو ځوړندولو منع کول شامل دي.
بل لور ته ډاکټرانو ویلي، چې د زیادتي ښکار نجلۍ روغتیايي حالت اوس هم ښه نه دی. د یادې نجلۍ پلار هم د مجرمانو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوي.












