د هند په مانيپور ايالت کې يو خبريال وروسته هغه ووژل شو چې پوليسو پر يوې هنرمندې د جنسي تيري پر ضد په راوتلو لاريون کوونکو ډزې وکړې.
ناناو سېنګهـ په ايالتي مرکز امپال کې هغه مهال ووژل شو چې پوليسو د يوه موټر پر سوځوونکو قهرېدلو مظاهره چيانو ډزې کولې.
دغه وژنې پر داسې مهال کېږي چې په نوي ډيلي کې پر يوې ۲۳ کلنې ښځې د بې رحمه جنسي تېري پر ضد خلکو په مظاهرو لاس پورې کړې دی.
پوليسو مخکې د پلازمېنې ډيلي په زړه کې پر ګرځېدو بندېز لګولی وو.
مظاهره چيان هغو کسانو ته د مرګ د سزا غواړي چې په په جنسي تېرې تورن دي.












