
آغلې رایس په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ده.
سپینې مانۍ ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سوزن رایس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د کاندیدو شوو کسانو له لسته وتلې ده.
امریکا اوس د بهرنیو چارو وزارت ته د نوماندو کسانو پر لست غور کوي.
د امریکا ای بي سي خبري شبکې ویلي، ښاغلې رایس بارک اوباما ته په یوه لیک کې ویلي، چې ګنې هغه (رایس) د بهرنیو چارو وزارت ته تاییدول نفاق زیږوي او ډېر لګښت غواړي.
د لېبیا په بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ تر مرګوني برید وروسته، آغلې رایس ل هغو جمهوریت غوښتونکو څخه وه، چې د ښاغلي اوباما د حکومت پر کړنو یې سختې نیوکې کولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، چې د ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې خپلې دندې ته دوام ورنه کړي.
سوزن رایس ولسمشر ته په یوه لیکلي لیک کې ویلي، دا چې نوموړې د بهرنیو چارو وزارت ته د کاندیدانو په لست کې راغلې وه، دې ته د ویاړ ځای دی.












