امریکا:جګړیزو دندو کې د ښځو پر ګډون د بندیر ننګونه

د خپريدو وخت: 06:56 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

د امريکا د ملکي ازاديو ټولنې په ډېرو جگړييزو دندو کې د مېرمنو پر گومارلو د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ بنديز په قانوني ډول ننگولى دى.

د ملکي حقونو دغه ډله وايي دا يوه ناقانونه تگلاره ده. د دې ډلې په وينا وروستيو کلونو کې د ځينو محدوديتونو د پستولو سره سره، لاهم د لومړۍ کرښې او په دې ډله کې د پليوعسکرو په توگه په نژدې ٢٥٠٠٠٠ زره دندو کې د مېرمنو د گومارلو مخه نيوله شوې ده.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا يوه وياند ويلي دي چې د هغه د خدمت په موده کې نژدې ١٥٠٠٠ دندې مېرمنو ته اعلان شوې، چې دا د دغه بهير يو پيل دى.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>