
شهزادګۍ کیت ګهیځ د سختې زړه بدۍ له کبله روغتون ته وړل شوې ده.
د برتانیا شاهي کورنۍ اعلان کړی، چې د شهزاده ویلیم مېرمن شهزادګۍ کیت میندواره، او دا مهال په روغتون کې ده.
دواړه اوس د خپل لومړي بچي په انتظار دي.
د شاهي کورنۍ او شهزادګۍ کیت د کورنیو غړو په دې خبر سره خپله خوښي ښودلې ده.
ددوی دغه لومړی ماشوم به په شاهي ترتیب تر شهزاده چارلز او شهزاده ویلیم وروسته د شاهي کورنۍ د واکمنۍ درېیم مشر وي.
خوا ګرځېدل
د شهزاده ویلیم یوه ویاند ویلي چې "میندواره شهزادګۍ کیت د میندوارۍ په درېیمه میاشت کې روغتون ته وروسته تر هغه یووړل شوه، چې سهار مهال خوابدي ورته پیدا شوه. دا چې د هغې د میندوارۍ لومړۍ شپې دي، نو د څو نورو ورځو لپاره به په روغتون کې د ډاکټرانو تر پاملرنې لاندې وي."
د واکمنې شاهي کورنۍ د چارو د بي بي سي خبریال پیټر هانټ وايي "ویلیم اوکیت به د اوونۍ رخصتي په پیرکیشایر کې د کیت له کورنۍ سره تېره کړي، اوس ویلیم له کیت سره د اووم اډوارډ په روغتون کې دی."
د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون پر خپل ټویټر لیکلي چې "په دې خبر ډېر خوشاله شوم، چې شهزاده او شهزادګۍ د خپل ماشوم په انتظار دي."
شهزاده ویلیم د ملکې الزابت لمسی دی.












