
د مجلې چلونکې وايي دغه شاهي جوړه " ان له کوڅې ښکارېدل".
فرانسوي مجله کلوسر (Closer) د مشهورو او نامتو کسانو عکسونه او د هغوى هغه کيسې خپروي چې عمومآ پټې وي.
همدې مجلې د برتانيا د ولي عهد د نږور شهزادگۍ کېت (کترېن مېډلټن) د ځيگر لوڅ عکسونه خپارۀ کړي او دا عکسونه يې پټ هغه مهال اخيستي چې شهزاده او شهزادگۍ په فرانسه کې په شخصي رخصتيو بوخت وو.
د برتانيا يوۀ سلطنتي وياند وويل دا قانوني گام په فرانسه کې پورته شوى او دليل يې دا دى چې د دوى پر محرميت يې يرغل کړى دى.
د مجلې چلونکې وايي دغه شاهي جوړه " ان له کوڅې ښکارېدل".
دا زياتوي: "دا عکسونه هېښوونکي نه دي. يوه ځوانه مېرمن ښيي چې پيتاوې ته پرته ده او ځيگر يې لوڅ دى هغسې چې په ميليونونو نورې مېرمنې خلک د سمندر پر غاړو ويني."
فرانسوۍ مجله د برتانوي شاهي کورنۍ غبرگون تر " حد ډېر" بولي.
د برتانيا د شاهي کورنيو د چارو څارونکى د بي بي سي خبريال نيکولس وېچل وايي دۀ کله پخوا د شاهي کورنۍ دومره ښکاره غصه نه ده ليدلې او دا د شهزاده ويليم د احساساتو ښکارندويي کوي.
برتانوي ورځپاڼو ته همدا عکسونه د پيسو په بدل کې وړاندې شوي وو خو هغوى يې له خپرولو لاس واخيست.
د سن ورځپاڼې چې په دې وروستيو کې يې د شهزاده هري لوڅ عکسونه خپارۀ کړي وو وويل چې دوى د دغو عکسونو د خپرولو نيت نه لري.
د شهزاده ويليم مور شهزادگۍ ډيانا په ١٩٩۷ کال کې هغه مهال مړه شوه چې موټر چلونکي يې په فرانسه کې له عکاسانو څخه د تېښتې په هيله گاډى تېز ځغلاوۀ.












