
انډین ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، چې منېشا د سرطان ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوې.
د هندي فلمونو مشهوره لوبغاړې منیشا کوایرالا د ناروغۍ له امله د ممبۍ په یوه روغتون کې بستر شوې.
په یو شمېر رپوټونو کې ویل شوي، چې منېشا د سرطان په ناروغۍ اخته ده، خو د نوموړې کورنۍ او یا د روغتون مسوولینو لا هم دغه خبر نه دی تصدیق کړی.
د پي ټي ای خبري اژانس په رپوټ کې د جسلوک روغتون د ویاند له قوله ویل شوي، چې منېشا د چهار شنبې په ورځ په روغتون کې بستر شوې.
نوموړي ویاند وویل، چې د هغې طبي معاینات کېږي او هغه به تر څو ورځو پورې په روغتون کې وي.
انډین ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، چې منېشا د سرطان په ناروغۍ اخته ده او له همدې امله په روغتون کې بستر شوې.
۴۲ کلنه منېشا کوایراله د هندوستان د ګاونډي هېواد نیپال د یوې نامتو سیاسي کورنۍ اړوند ده او د هندي تر څنګ یې د یو شمېر نورو هندوستاني ژبو په فلمونو کې هم رول لوبولی.
نوموړي له هندي فلم( سوداګر) څخه هندي فلمي نړۍ ته ننوته. د ونود چوپړا په هندي فلم( ۱۹۴۲ ا لو سټوري) کې د نوموړې د رول ډېره ستاینه وشوه.












