
تر دې مهاله د جېمز بونډ لړۍ ۲۲ فلمونه جوړ شوي.
جېمز بونډ فلمونه د برتانيا تر ټولو غوره کلتوري صادراتو په توګه پېژندل کېږي.
د دغې لړۍ لومړی فلم چې سکاټلنډی فلم ستوری شين کانري او اورسولا انډرېس په کې لوبېدلي وو، د ۱۹۶۲ کال د اوکتوبر پر ۵ مه را وتلی و.
له هماغه وخت بيا تر دې مهاله د جېمز بونډ لړۍ ۲۲ فلمونه جوړ شوي، او ۲۳ مه ګڼه يې چې "سکای فال" نومېږي، د ۲۰۱۲ اوکتوبر پر ۲۶ مه د برتانيا سينماګانو کې را وتونکې ده.
د بونډ فلمونو لړۍ د تېرو ۵۰ کلونو په اوږدو کې د سينما تاريخ تر ټولو بريالي فلمونه ګڼل کېږي.
تر دې مهاله د جېمز بوڼد ټولو ۲۲ فېلمونو څه د پاسه ۵ ملیارډ ډالر ګټلي دي.
لومړي ۱۷ فلمونه د فلمو جوړوونکي کيوبي بروکولي له خوا جوړ شوي وو.
دی په ۱۹۹۶ کال مړ شو، او تر همدې وخت پورې جېمز بونډ فلمونه ده جوړول.
ور پسې فلمونه بيا د ده لور باربرا بروکولي په ګډه جوړ کړي.
دا وايي د کلونو په اږودو کې ډېر کار د دغې څېرې پر ساتلو شوی دی:
"ګومان کوم هر ځل مو چې پيل کړی هڅه مو کړې څومره مو چې وس وي د بونډ تر ټولو غوره فلم جوړ کړو. دا په ښکاره ډول له سېناريو، ډايرېکټر او بيا لوبېدنې سره پيلېږي. موږ زيار باسو د اکسن له سختو فعاليتونو سره په زړه پورې کيسه، نجونې او ټول هغه څه جوړه کړو چې په بونډ فلم کې مهم ګڼل کېږي".
د بونډ نړيوالې ورځې لمانځنه کې برتانوۍ سندرغاړې اډېل د جېمز بونډ نوې ګڼې "سکای فال" سندره را ايستلې ده.
د جېمز بونډ وروستيو فلمونو ستوری بريتانوی ډانيل کرېګ دی.
د "007" لړۍ چې تر ټولو زيات اغېز لرونکي فلمونه بلل شوي، د نوي فلم په را وتلو يې داسې ښکاري چې د مينه والو له زياتوالي سره به يې د توليد لړۍ هم لا نوره روانه وي.













