
یاسر عرفات هغه مهال ناروغ شو، چې د ده د استوګنې ودانۍ اسراییلو محاصره کړه.
فلسطیني چارواکي وايي د پخواني فلسطیني مشر یاسر عرفات قبر به دسې شنبې په ورځ وسپړل شي.
د دوی په وینا د دې کار مقصد دا معلومول دي، چې عرفات په طبیعي مرګ مړ شوی او که زهر ورکړل شوي دي.
د یاسر عرفات له طبي ریکاډ سره سم نوموړی د زړه د سکتې له امله وفات شوی و، خو له هغه وروسته، چې سویس چارواکو د عرفات په کالیو کې د راډیو اکټیو وړانګو (پلاټینیم )۲۰۱ اغېز ولېد، فرانسوي حکومت د نوموړي د مړینې په اړه پلټنې پیل کړې.
په رمله کې د نوموړي د قبر شاوخوا ساحه د روانې میاشتې په پیل کې وپوښل شوه. یاسر عرفات ۳۵ کاله د فلسطین د خپلواکۍ د تحریک مشر و او په ۱۹۹۶ کال کې د فلسطیني ادارې لومړی ولسمشر وټاکل شو.
یاسر عرفات هغه مهال ناروغ شو، چې د ده د استوګنې ودانۍ اسراییلو محاصره کړه.
دوې اوونۍ وروسته یاسر عرفات د پاریس یوه پوځي روغتون ته ولېږدول شو، چې د ۷۵ کالو په عمر هلته د ۲۰۰۴ کال د نومبر میاشتې په ۱۱ وفات شو.
د نوموړي کونډې د هغه له مړیني وروسته ا جازه ورنه کړه، چې د هغه د جسد طبي معاینه وشي، خو وروسته یې له فلسطیني ادارې وغوښتل، چې باید د هغه د قبر په سپړلو کې د حقیقت موندلو لپاره مرسته وکړي.
د راډیو اکتیف وړانګو د شتون په اړه معلومات د عرفات له خولۍ او نورو شخصي شیانو څخه تر لاسه شول.

په رمله کې د یاسر عرفات د قبر شاوخوا ساحه د روانې میاشتې په پیل کې وپوښل شوه.
د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د عرفات طبي ریکاډ تر لاسه کړ، چې په کې ویل شوي و، یاسر عرفات د زړه د سکتې له امله مړ شو، چې د نامعلوم سبب له کبله یې په تن کې دننه د وینې د ګرځېدو له امله رامنځ ته شو.
د قطر د الجزیره ټلویزون له خوا د یوه رپوټ له خپرېدو وروسته فرانسوي چارواکو د هغه د وژل کېدو په اړه څېړنه پیل کړه. د یاسر عرفات له مړینې وروسته د الجزیره ټلویزیون په مستند فلم کې یوه نوې ادعا څرګنده شوه، چې ګواکې په ۲۰۰۴ کال کې د عرفات له مړینې وروسته د هغه په شخصي شیانو کې، چې د هغه کونډې ته وسپارل شول، راډیواکتیف وړانګې موندل شوې دي.
دغه ماده پلوټونیم ۲۰۱ نومیږي او د عرفات په کالیو او نورو شیانو کې دغه ماده د معمول په پرتله ۱۰ برابره وه.
د الجزیرې په مستند کې د سویټرزلنډ یوه طبي ماهر چې د نوموړي د کالیو او نورو شیانو معاینه یې کړې وه، وویل، چې د راډیو اکتیف وړانګو ډېر مقدار د نوموړي په روسۍ خولۍ او کالیو کې موجود وو، چې پاریس ته د تګ پر مهال هغه اغوستي وو. د نوموړي د غاښونو پر برس کې هم د دغه ډول وړانګو ټوټې موندل شوې دي.












