اسراییلو او حماس په اوربند موافقه وکړه

د خپريدو وخت: 18:56 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

مېرمن کلینټن وویل د اوربند د ساتلو لپاره باید د غزې لخوا توغندیز بریدونه بند شي

تر یوې اوونۍ تاوتریخوالي وروسته اسراییلو او حماس په اوربند موافقه وکړه. په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۶۰ فلسطینیان او ۵ اسراییلیان وژل شوي دي.

چارواکي وايي اوربند به د ګرینویچ پر مهال پراوو بجو پیلېږي. د سه شنبې په ورځ ورته شان وړاندوینې ناسمې ختلې وې.

څو شېبې وړاندې د اسراييل په ستر ښار تل ابیب کې په یوه بس کې چاودنه شوې ده چې یو شمېر اسراییلیان یې ټپیان کړل.

د اسراييلو په بریدونو کې د چار شنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۳ کسه وژل شوي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر کامل امر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هېلري کلنټن سره په یوه خبرې کنفراس کې د دغه اوربند اعلان وکړ. هېلري کلنټن د چارشنبې په ورځ د د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره خبرې کړې وې.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي د دغې موافقې جزييات لا نه دې په ډاګه شوي.

د لومړي وزیر بنیامین نېتنیاهو د دفتر لخوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې دغه اوربند منلی.

د هوکړې له مخه ښاغلي نتنیاهو د امریکا ولسمشر اوبا ما سره په دې اړه مشوره کړې. ښاغلي نېتنیاهو د اوباما هغه غوښتنه چې له دې نه مخکې چې د ستر پوځي ځواک کارولو ته اړتیا پېښه شي، د مصر اوربند وړاندیز ته دې یو چانس ورکړل شي.

مېرمن کلینټن وویل د اوربند د ساتلو لپاره باید د غزې لخوا توغندیز بریدونه بند شي او پوله بېرته خوندې حالت ته ستنه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>