
له چارشنبې راهيسې څه د پاسه ۹۰ فلسطينيان او دری اسراييليان وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې پر غزه تړانګه د اسراييلي ځواکونو هوايي بريدونه روان دي، لږترلږه ۱۸ تنه فلسطينيان وژل شوي دي.
اسراييل وايي د بريدونو موخه يې د دوی د ښارونو پر لور د توغديو ويشتنې درول دي.
اسراييلي چارواکيو ويلي يوازې يو توغندی د شپې مهال توغول شوی، په داسې حال کې چې د دوشنبې سهار مهال يو شمېر توغندي ويشتل شوی دي.
له هغه راهيسې چې د چارشنبې په ورځ د "دفاع ستنې عمليات" پيل شوي څه د پاسه ۹۰ فلسطينيان او دری اسراييليان وژل شوي دي.
د ملګريو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې چې په مصر کې د اوربند خبرو کې د ګډون لپاره ورتلونکی دی، د بيړني اوربند غوښتنه کړې ده.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د يکشنبې/يوې نۍ پر ورځ وويل وروسته له هغه چې هېواد يې تر ۷۵ زرو پورې احتياط سرتېريو غوښتلو امر ورکړ، دی چمتو دی چې عمليات لا نور پراخ کړي.
د مصر ولسمشر محمد مرسي ويلي د اسراييلو مځکنی يرغل به "خطرناکې پايلې" ولري، او زياته يې کړه "نه به يې مصر او نه به يې هم ازاده نړۍ ومني".
عربي ټولنې چې د يکشنبې/يوې نۍ پر ورځ يې په قاهره کې بيړنۍ غونډه وکړه، د سې شنبې/ در نۍ پر ورځ غزې ته د بهرنيو چارو وزيرانو يو پلاوی استوي.
له هوا او سمندر بريدونه
د اسراييلو دفاعي ځواک (IDF) ويلي د تېرې شپې په اوږدو کې تر دوشنبې ورځې پيل پورې شاوخوا ۸۰ ځايونه په نښه کړي، چې د جنګياليو ودانۍ، د وسلو زېرمتونونه او د پوليسو پوستې په کې شاملې دي، چې له چارشنبې راهيسې د په نښه شويو ځايونو ټولټال شمېر ۱،۳۵۰ ته رسېږي.
د تېرې شپې يوې چاودنې د حماس پوليسو يو مرکز ويجاړ کړ.
په غزه ښار کې د بي بي سي خبريال جان ډېنېسن وايي پر هوايي بيدونو سربېره د اسراييلو له جنګي بېړيو هم د توپونو ډزو سره په غزه کې د چاودنو غږونو انګازې کولې.
د اسراييلو دفاعي ځواک وايي د دوشنبې سهار مهال يو توغندی چې له غزې ويشتل شوی و، د اسراييلو په عسقلان ښار کې پر يو ښونځي ولګېد. ښوونځي له وړاندې لا تړل شوي دي.












