
اوباما وايي اسراییل له ځانه ددفاع حق لري
ولسمشر بارک اوباما د مصر، ترکیې او اسراییلو له مشرانو سره په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د پای ته ورسولو په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې امریکا د اسراییل ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې اسراییل له ځانه د دفاع کولو حق لري.
له واشنګټنه د بي بي سي خبریاله کیم غتاس په دې هکله په خپل راپور کې وايي:
ولسمشر بارک اوباما او د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو له هغه راهیسې چې تاوتریخوالی پیل شوی هره ورځ سره خبرې کوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار بین روډیس ویلي امریکا په دې ګومان ده چې کړکېچ د هغو توغندیو له امله پیل شو، چې له غزې تراډې نه پر اسراییل توغول شوي وو.
د ولسمشر بارک اوباما ادارې دواړو خواوو ته پر اوښتي ملکي تلفاتو خواشیني څرګنده کړې خو یو ځل بیا یې دا خبره کړې ده چې اسراییل د ځان د دفاع حق لري.
په همدې حال کې یو شمېر امریکایان په غیر رسمي توګه پر غزې د ځمکنیو عملیاتو غوښتنه کوي.

په اسراییلي بریدونو کې لږترلږه ۴۶ فلسطينیان وژل شوي دي.
په واشنګټن کې د اسراییلو سفیر مایکل اورین وايي امریکا د اسراییلو بشپړ ملاتړ کړی چې هر لازم اقدام وکړي.
اخوا فلسطیني چارواکو شکایت کړي چې د واشنګټن قضاوت یواړخیزه دی او هغه څه چې عملاً ویني پام ورته نه کوي.
وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم ویلي وو، چې اسراییل له خپل ځانه د دفاع حق لري.
خو اسراییلو ددې پرځای، چې پر حماس ډلې بریدونه وکړي، په غزه کې یې د ولسي خلکو مېشت ځایونه په نښه کړي، چې نژدې څلوېښت کسان په کې وژل شوي دي.
په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم دي.












