
په برتانيا کې د بل هر سرطان په پرتله زيات خلک د سږو له سرطان نه مري.
د سږو د سرطان په اړه د لندن د کېنگز کالج د يوې پلټنې په پايله کې راغلي چې په ٢٠٤٠ کال کې به د ٢٠١٠ کال په پر تله د ښځو د سږو سرطان ناروغي نژدې درې نيم برابره زياته شي.
په دغه رپوټ کې راغلي چې په ٢٠١٠ کال کې، په برتانيا کې ټولې ٢٦ زره ښځې د سږو د سرطان په ناروغۍ اخته وې او اوس وړاندوينه کېږي چې په ٢٠٤٠ کال کې به دغه رقم ٩٥ زرو ته ورسېږي.
په داسې حال کې چې په نارينو کې به دغه ناروغي له ٣٩ زرو نه چې په ٢٠١٠ کال کې وه ٤٢ زرو ته پورته شي.
د کينگز کالج په دغې پلټنې کې راغلي چې په برتانيا کې د سېګرټو تر څنگ د دغې ناروغۍ د زياتېدو بل لامل دا دی چې زياته بودجه ورته نه ده بېله شوې.
رپوټ زياتوي د هغې بودجې چې د ښځو د سينې د سرطان لپاره په پام نيول کېږي ايله څلورمه برخه د سږو د سرطان نارغيو ته ورکول کېږي.
په برتانيا کې د بل هر سرطان په پرتله زيات خلک د سږو له سرطان نه مري.
تنباکو ٨٠ په سلو کې د سږو د سرطان د ناروغۍ لامل گڼل کېږي او په برتانيا کې ٦٠ مه هغه يوه لسيزه وه چې په کې د ښځينه سېگرټ څکونکو شمېر اوج ته رسيدلى و.
د يادونې وړ ده چې نارينوو بيا تر ښځو ۲۰ کاله وړاندې يانې په ١٩٤٠ کالونو کې سېګرټو ته زياته مخه کړې وه.
له دې سره چې پلټونکې ادارې په ښځو کې د سږو سرطان د ناروغيو د زياتېدو خبردارى ورکړى، دا هم وايي د هغو ښځو چې د سږو په سر طان اخته دي ٤٧ سلنه به يې له ۲۰۴۰ کاله وروسته د اوس په پرتله پنځه کاله زيات عمر وکړي.












